د کور په انګړ کې يي واوریدل، بارانه وا بارانه! له همدې سره يي په خوله لاس ورکيښود په ټیټ خو قهریدلي غږ يي ورته وویل: نوره غلې شه، چې میرزا کاکا در باندې پوه نه شي، خبره مې کړي! ژر يي کړکۍ خلاصه کړه، میرزا کاکا راځه راځه…
کوټې ته نه درځم ته را ووزه! زه به د یواله ته ډډه ولګوم.
ـ نو در ووتم، پټکی يې ول ول په خپلو ګاړګوتیو ویښتانو تاوو را تاوو کړ، او په بیړه را ووت. سپین ږیري سړي ته يي خپل ډنګر لاس د ستړې مه شي له پاره ور اوږد کړ. بیا يي نارې کړي، زرکې! اول یو لاندیستونی او بالښت در سره را واخله ، بیا یو ښه چای هم را دم کړه.
– میرزا کاکا خوندور لمر ده. ورته به کینو او مجلس به وکړو.
ـ باران ګله! زه خو نه مجلس ته راغلی یم او نه هم چای څیښلوته، راغلم د ګل کریم زوی راته وویل: چې په عثمان کلا کې له ایرانه کوم مسافر راغلی وو او هلکانو دا فیته ورکړي وه. ته هغه بلاګی را وباسه سي خبرې يي واورو.
په دغه وخت کې زرکې بالښت او لاندیستونی را ورسول، هغې د دوئ خواته لاندیستونی هوار کړ، بالښت يي ورته کیښود، او په ټیکرې کې پټ کړی لاس يي سپین ږیري ته ور اوږد کړ، په ټیټ غږ يي وویل: میرزا کاکا ستری مه شی، – لورې خواره مه شي، ښه يي له ابا او ادې حال لري ښه دي؟
ـ هو شکر ده، جوړ دی. له دې سره بیرته دهلیز ته ننوته
باران که څه هم ښه پوهیده چې ټیپ يي خراب شوی خو د دې له پاره چې سپین ږیری خپه نه کړي نو يي خپلې میرمنې ته بیا ورغږ کړ. هغه ټیپ هم درسره راوباسه! زرکې ژبه را ویاسته، هغه هم پوهیده چې ټیپ خو دې خراب کړی دی. خو اړه شوه چې له چایجوش سره ټیپ هم ور واخلې. میرزا له جیبه په ګنډل شوي ټوکرکې فیته را ویاسته، باران د د ټیپ په سویچونو باندې ګوټې وهل پیل کړه، ترڅو که چالان شو. خو د ټیپ یوازې کښا پورته شوه. اوغږ يي نه پورته کیده. ورو يي وویل: په دغه چیښتن مړي څه شوي دی؟
ـ ولي نه چالانیږي؟ د دې خبرې له اوریدو سره سپین ږیرې فیته بیرته جیب ته کړه. او په خندا يي وویل: تاسې دواړه لکه چې ټوله ورځ ټیپ ته اتڼ کوئ او خراب کړی مو دی. د هغه له دې خبرې سره زرکې او باران یوه او بل رډ رډ وکتل، له دې کتلو سره زرکه له خپله ځای پورته شوه او کوټې ته ننوته، باران په موسکینو شونډو وویل: – یاره باران کاکا که ولي نه يي نو خالې هم نه يي، خو ټیپ له زرکې څخه لویدلی و. نور خبرنه یم چې دې اتڼ کاوه او ټیکری يي په کې بند شوی دی او که يي له لاسه لویدلی وو. په همدې مې مخکې یوه څپیړې هم ووهله. بیا يي ژړل.
– نه نه زویکه جنګ مه سره کوئ، دوه کسه یاست ښه ګذاره سره کوۍ. زه نوځمه ته دا بلاګی مسترې ته یوسه…