پنجشنبه, اپریل 18, 2024
Homeخبرونهټام ويسټ درېيو هېوادونو ته د افغانستان په اړه مشورتي سفرونه پيل...

ټام ويسټ درېيو هېوادونو ته د افغانستان په اړه مشورتي سفرونه پيل کړل

تاند:( دوشنبه، د دلوې لسمه)‏ ‏د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ټام وېسټ پاکستان، جرمني او سویس ته د افغانستان په اړه د خپلو شپږ ورځنيو سفرونو د پيل خبر ورکړی دی.

نوموړي نن سهار ویلي، چې دغه سفر د جنورۍ پر ۲۹ پیل شوی او د فبرورۍ تر څلورمې به دوام ولري.

وېسټ په يو لړ ټویټونو کې: «غواړو له شریکانو، افغانانو او بشردوستانه سازمانونو سره د هغو سختو ننګونو په اړه، چې له افغانانو د ملاتړ په برخه کې ورسره مخ یو مشوره وکړو.»

هغه ویلي، چې تمه لري په دې سفر کې حیاتي مرستو او بنسټیزو حقونو ته د افغان نجونو او ښځو د لاسرسي لپاره یوه لار برابره شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو له خوا په غیردولتي موسسو کې د ښځو پر کار کولو له بندیز وروسته افغانستان ته د نړیوالې ټولنې بشردوستانه مرستې له سختو ننګونو سره مخ شوې دي.

له دې سره پاکستاني رسنيو ويلي، چې د امريکايي استازي سفر لومړی دغه هېواد ته پلان شوی.

معلومه نه ده، چې نوموړی به د پاکستان ملکي که سياسي چارواکو يا د افغانستان پر حاکمې ډلې د اغېز لرونکو پاکستاني مدرسو مشرانو سره وويني.

څه موده مخکې د پاکستان د حقانيه مدرسې مشر مولانا حامد الحق ویلي وو، چې د افغانستان حاکمې ډلې د دوی د په رسميت پېژندلو او ځينو نورو امتيازاتو لپاره د نجونو زده کړې منع کړي، چې دوی يې بيرته پرانيستلو ته هڅوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب