جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهد کندهار په معروف ولسوالۍ کې په بېساري ډول ډېره واوره شوې...

د کندهار په معروف ولسوالۍ کې په بېساري ډول ډېره واوره شوې ‏

تاند:( دوشنبه، د دلوې لسمه)‏ ‏د کندهار په معروف ولسوالۍ کې ځايي چارواکو په بېساري ډول د زیاتې واورې خبر ورکړی.

د کندهار لپاره د طالبانو د والي دفتر ویلي، چې د معروف ولسوالۍ اړوند د علی جرګې سيمه کې تر ۲۰ سانتي متره پورې واوره وریدلې ده.

ياد شوي دفتر ويلي:«دا واوره د نورو کلونو په پرتله بې سارې ده؛ د ژمي په دې موسم کي واوري او بارانونه د يوه آباد او سمسور کال زیری لري.»

دا په داسې حال کې ده، چې د دې سیمې اوسیدونکي هم د نورو افغانانو په شان په ژمي کې د اقتصادي او نورو ستونزو د زیاتیدو شکایت کوي او ورسره د عاجلو مرستو غوښتنه کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...