جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد پېښور د پولیسو په جومات کې چاودنې لږترلږه ۳۸ وژل شوي...

د پېښور د پولیسو په جومات کې چاودنې لږترلږه ۳۸ وژل شوي او ۱۵۰ ټپیان کړي

تاند (دوشنبه، د دلوی لسمه) د پېښور ښار د پولیسو د ځانګړې مېنې په جومات کې نن ماسپښین په چاودنه کې لږترلږه ۱۵۰ تنه ټپیان شوي او لږترلږه ۳۸ وژل شوي وي.

د پېښور د لیډي ریډینګ روغتون ویندوی محمد عاصم رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې لا هم له جومات څخه ټپیان وروړل کېږي.

د عاصم په وینا د یو شمېر ټپیانو حال ډیر نازک دی.

د ده په وینا په روغتون کې بیړنی حالت اعلان شوی، هڅوک نه ورپرېښودل کېږي او یوازې امبولانسونو ته اجازه شته چې روغتون ته داخل شي.

له بلې خوا د پولیسو یوه چارواکي سکندرخان وویل، د ودانۍ یوه برخه کاملاً نړېدلې او ګڼ کسان ترې لاندې شوي چې غالباً مړه دي.

د پاکستان د ډان ورځپاڼې خبریال وايي چې چاودنه د لمانځه په مهال په یوه بجه او ۴۰ دقیقې وشوه. د چاودنې په وخت د پولیسو او پوځ افسران او عادي غړي په جومات کې وو.

تراوسه پورې کومې ډلې د دې برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.

 

View this post on Instagram

 

A post shared by Dawn Today (@dawn.today)

1 COMMENT

  1. زمونږه مو داکتر نیازی او مولوی ریحان په جومات تاسو حرامیانو شهیدان نکړل؟ اوس به د افغانانو له زړه راځی کنه؟ حالت مو بدتره شه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب