جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهمولانا فضل الرحمن: که څوک حقیقي ازادي زده کوي، باچا خان دې...

مولانا فضل الرحمن: که څوک حقیقي ازادي زده کوي، باچا خان دې ولولي

تاند:( دوشنبه، د دلوې لسمه)‏ ‏په افغانستان کې د افراطيت یوه هڅونکي مشهور ملا او د جميعت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن د فخر افغان باچاخان خان او ولي خان په اړه جوړ شوي سیمینار کې ويلي:« که څوک په حقيقي ازادۍ ځان پوهول غواړي نو د باچاخان د ژوند او مبارزې په اړه دې ولولي.»

 هغه په اسلام اباد کې جوړ شوي سیمینار ته دا هم وويل، چې د پښتنو لپاره، د باچاخان کار ډير د قدر وړ دی.

فضل الرحمن د روانو حالاتو په اړه وويل چې په خیبر پښتونخوا کې بايد د ناامنۍ مخه ونیول شي.

هغه د تحريک انصاف پر تير حکومت نيوکې وکړي چې په وينا یې د ناامنۍ مخنيوي لپاره یې هېڅ‌ پروګرام نه درلود.

د فضل الرحمن دا څرګندونې په داسې حال کې دي، چې نن هم د پېښور د پوليسو پر يوه جومات چاودنه کې د لسګونو تنو د ټپي کیدو خبر ورکړل شوی.

پاکستاني ملایانو، چې په افغانستان کې ېې د جګړې دفاع کوله او د جهاد په نوم فتواوې ېې ورته ورکولې، په پاکستان کې د وسله والو ډلو د وروستیو فعاليتونو غندنه کړې او د پاکستان نظام ېې اسلامي او جګړه ورسره حرامه ګڼلې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې د طالبانو د حاکمې ډلې د عمومي مشر ملا هبت الله په يوه ادعا شوي وینا کې د پاکستان قانون غیر اسلامي او د انګرېزانو له لوري جوړ شوی ګڼل شوی.

1 COMMENT

  1. کله به داسی وخت راشی چی لکه سپی غوندی په دار شی. افغانستان کی جهاد روا ده پاکستان کی نه اوس کونه ټینګه کړه د دیزلی ځویه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب