Home+امنیت شورا ته د جورجیت ګانیون راپور| سردارولي الکوزی

امنیت شورا ته د جورجیت ګانیون راپور| سردارولي الکوزی

 د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت (یوناما) وروستی او تر ټولو نوی راپور د ۲۰۲۶ کال د سپټمبر په ۱۶مه د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د یوناما د سرپرستې، جورجېټ ګانیون، له خوا وړاندې شو. په دې راپور کې د افغانستان مهمو ستونزو ته اشاره شوې ده.

خو پوښتنه دا ده چې ایا په دې راپور کې مطرح شوې ستونزې رښتینې دي؟ زما په اند، سیاسي اختلافات پر خپل ځای، خو هغه راپور چې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت وړاندې کړی، تر ډېره حده نیمګړی دی او د افغانستان د اوسني وضعیت بشپړ او واقعي انځور نه وړاندې کوي.

البته ستونزې شته او دا ستونزې ورو ورو مخ په پراخېدو دي. که څه هم اوس مهال د افغانستان د خلکو یوه برخه د طالبانو له حکومت څخه ملاتړ کوي، خو دا خلک تر ډېره په کلیوالو سیمو کې ژوند کوي او اوسنی نظام او قوانین ورته د منلو وړ دي. دوی په همدې ډول له یوې ځانګړې اسلامي او ټولنیزې مفکورې سره لوی شوي او د نظام په اړه یې خپل ځانګړی تصور لري.

بل لور ته، که موږ ښاري خلکو ته وګورو، د هغوی فکري او ټولنیز لیدلوری له کلیوالو خلکو سره تر یوه حده توپیر لري. په ښارونو کې خلک له نړۍ سره ډېرې اړیکې لري او د تعلیم، کار، مدني ازادیو او سیاسي مشارکت په اړه یې غوښتنې او توقعات متفاوت دي.

که بل لور ته وګورو، طالبان هم ځینې داسې کړنې ترسره کوي چې په حقیقت کې د خپل نظام پر وړاندې ستونزې زیاتوي. دوی په یوویشتمه پېړۍ کې داسې قوانین او پالیسۍ غوره کړې دي چې د خلکو د ژوند له اړتیاوو او د معاصرې ټولنې له واقعیتونو سره په ټکر کې دي.

طالبان تل د زور او قوت خبره کوي، خو ملي اجماع، لویه جرګه او ملي پخلاینه نه مني. د دوی لپاره تر ټولو مهمه موضوع د شریعت پلي کول دي. دلته یوه مهمه پوښتنه پیدا کېږي: ایا د طالبانو ټول قوانین واقعاً شرعي قوانین دي؟

دا پوښتنه ځکه مطرح کېږي چې موږ د ډېرو علماوو له خولې اورو چې د ښځو تعلیم او کار په شریعت کې روا دي. نو ولې طالبان د ښځو پر تعلیم او کار محدودیتونه لګوي؟ ایا دا یوازې د دین مسئله ده، که طالبان له دین څخه د خپل سیاسي او ټولنیز نظام د توجیه لپاره ځانګړې ګټه اخلي؟

زما په اند، طالبان تر ډېره د کلیوالي ټولنیز فکر پر بنسټ خپل نظام پر مخ وړي، خو افغانستان یوازې کلیوالي ټولنه نه ده. افغانستان ښارونه، ځوان نسل، متخصصین، ښځې، زده کوونکي او له نړۍ سره تړلې ټولنه هم لري. د دې ټولو قشرونو غوښتنې او اړتیاوې باید په پام کې ونیول شي.

د ښځو د تعلیم موضوع اوس یوازې د افغانستان داخلي مسئله نه ده؛ بلکې په نړیواله کچه هم په یوه مهمه موضوع بدله شوې ده. پوښتنه دا ده چې طالبان ولې له تېرو تجربو او تېروتنو څخه زده کړه نه کوي؟

بل لور ته، هغه هېوادونه چې طالبان یې خپل ملګري او نږدې متحدین ګڼي، په یاده غونډه کې هم تر یوه حده له طالبانو څخه خپله ناهیلي څرګنده کړه او پر ځینو کړنو یې نیوکې او اعتراضونه وکړل.

پاکستان هم تل هڅه کړې چې افغانستان نړیوالې ټولنې ته د یوې لویې امنیتي ستونزې په توګه معرفي کړي، او تر ډېره حده یې په دې برخه کې خپل هدف ترلاسه کړی دی. له همدې امله افغانستان باید هڅه وکړي چې خپله بهرنۍ او کورنۍ تګلاره په داسې ډول جوړه کړي چې د نورو هېوادونو د سیاسي او تبلیغاتي اغېزو پر ځای خپلې ملي ګټې په پام کې ونیسي.

زما په اند، جګړه د بریا او حل لار نه ده. که طالبان د جګړې له لارې سقوط هم وکړي، ډېر احتمال شته چې جګړه او بې ثباتي دوام وکړي. افغانستان نور د یوې بلې اوږدې جګړې توان نه لري.

طالبان باید سیاسي ګوندونو او سیاسي جریانونو ته د مشارکت زمینه برابره کړي، د ښځو د تعلیم او کار زمینه برابره کړي، یوه ملي او پراخ بنسټه لویه جرګه راوبولي او د ټولو افغانانو په مشارکت یو نوی اساسي قانون جوړ کړي.

زما هدف د پخوانیو سیاسي مشرانو بېرته راوستل نه دي. برعکس، باید نوي سیاسي حرکتونه او نوي سیاسي ګوندونه رامنځته شي. که دوه، درې یا څو نوي او ملي سیاسي جریانونه رامنځته شي، کولای شي د پخوانیو جنګسالارانو او فاسدو سیاسي څېرو د بیا واک ته رسېدو مخه ونیسي.

افغانستان نوي سیاسي فکر، نوي نسل او نویو سیاسي حرکتونو ته اړتیا لري. د نوي نسل سیاسي مشارکت کولای شي د افغانستان د اوسنیو ستونزو د سیاسي حل لپاره نوې زمینه برابره کړي.

زما په اند، د افغانستان د راتلونکي حل لاره باید نه په جګړه کې ولټول شي او نه په زور کې؛ بلکې د ملي اجماع، سیاسي مشارکت، تعلیم، قانون، متقابل منلو او د ټولو افغانانو د ګډ تفاهم له لارې باید ورته زمینه برابره شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

خبري وکړه، چي ګټونکی شې | نصرت‌الله نصرت

” خبري وکړه چي ګټونکی سې ” اثر مشهور ویناوال او لیکوال ب ټریسي لیکلی او پښتو ته د فضل الحق طاهرزي په مټ...