Homeخبرونهپه ۱۱ ولایتونو کې د سختو بارانونو او ناڅاپي سېلونو خبرداری

په ۱۱ ولایتونو کې د سختو بارانونو او ناڅاپي سېلونو خبرداری

تاند (سې شنبه، د وږي/ سنبلې ۲۴ مه) د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې د نن سې‌شنبې په ورځ د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د سختو بارانونو، تندر او برېښنا، له دوړو سره د تېزو بادونو او ناڅاپي سېلونو خبرداری ورکړی دی.

د دې ادارې د خبرتیا له مخې، نورستان، کونړ، لغمان، کاپیسا، پروان، ننګرهار، کابل، لوګر، میدان وردګ، پکتیا او خوست هغه ولایتونه دي چې اټکل کېږي نسبتاً شدید بارانونه به پکې واوري.

د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې ویلي، په بېلابېلو سیمو کې د ورښت اندازه به له ۱۰ تر ۳۵ ملي‌مترو پورې وي او په ځینو سیمو کې د بادونو سرعت ښايي په ساعت کې له ۵۰ تر ۹۰ کیلومترو پورې ورسېږي.

د هوا پېژندنې ادارې د زیانګالو سیمو له خلکو غوښتي چې لازم احتیاطي تدابیر ونیسي او د سیندونو له مسیرونو او هغو سیمو څخه لرې شي چې عموماً پکې سېلونه جاري کېږي.

سږ کال د افغانستان په یو شمېر سیمو کې نسبتاً ډېر بارانونه اورېدلي خو لا هم خلک له وچکالۍ او تر مځکې لاندې اوبو د سطحې د تېټېدو شکایت کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له مرحوم محمد هاشم میوندوال سره زما دوې خاطرې | زمری محقق

د میوندوال د شهادت د ۵۳ کال په مناسبت: لومړی خاطره (انتخابات ):   د مرحوم محمد هاشم میوند وال د انتخاباتو څځه زما یوه نه هیریدونکې...