تاند (سې شنبه، د وږي/ سنبلې ۲۴ مه) نوې څېړنه ښيي چې د مصنوعي بڼو لګول کېدای شي د ډیموډېکس په نوم د وړو مایکروسکوپي پرازیتونو د ډېرېدو او د سترګو د بڼو په ریښو کې د ځای پر ځای کېدو سبب شي، چې په ځینو مواردو کې د لید یا نظر ستونزې هم رامنځته کولی شي.
د څېړنې له مخې، هغه ښځې چې په منظم ډول مصنوعي باڼه لګوي، تر ۹۶ سلنې پورې ښايي په دغو وړو پرازیتونو اخته شي. ډیموډېکس د پوستکي له مړو حجرو تغذیه کوي، چې د مصنوعي بڼو د نښلولو لپاره په کارول شويو وچو شويو سریښو کې راټولېږي او د دغو پرازیتونو د چټکې زیاتېدا زمینه برابروي.
روغتیايي کارپوهانو خبرداری ورکړی چې د دغو پرازیتونو ډېرېدا د سترګو شاوخوا د خارښت، د پوستکي د پوټکي کېدو، سوروالی، سوځښت، پړسوب او د لید د تتېدو سبب کېدای شي.
په ټوله نړۍ کې هر کال د مصنوعي بڼو میلیونونه درملیز او ښکلايي پروسیجرونه ترسره کېږي. په دې پروسه کې د ښکلا متخصصان مصنوعي تارونه د سریښ په وسیله له طبیعي بڼو سره نښلوي، څو باڼه اوږده او ګڼ ښکاره شي.
د اوکراین د نشنل پیروګوف میموریل طبي پوهنتون څېړونکو د سترګو د ښکلا د دې پروسیجر احتمالي زیانونه د کټارکټ او د سترګو د انکساري جراحانو د اروپايي ټولنې په ۴۴مه غونډه کې وړاندې کړي دي.
دغه څېړنه د سترګو متخصصې ډاکټرې تاتیانا ژمود او د هغې ډلې ترسره کړې. په څېړنه کې له ۱۶ تر ۲۸ کلونو عمر لرونکو ۳۴۵ ښځو څخه پوښتنې شوې چې مصنوعي باڼه څو ځله لګوي. شاوخوا ۴۸ سلنه ښځو ویلي چې له دې پروسیجر وروسته یې د سترګو په برخه کې د ناراحتۍ، سوروالی یا خارښت تجربه کړې ده.
وروسته څېړونکو د ۲۵ هغو ښځو د بڼو نمونې د مایکروسکوپ له لارې وکتلې چې په منظم ډول مصنوعي باڼه لګوي. په ۲۴ نمونو کې یې د ډیموډېکس پرازیتونه موندلي دي. د دغو ښځو ډېریو د خارښت، سوځښت، سوروالی، پړسوب، د پوستکي پوټکېدو او له یو بل سره د بڼو د نښتلو نښې هم لرلې.
ډیموډېکس پرازیتونه په لویانو کې عموماً په طبیعي ډول موجود وي او په عادي حالت کې زیان نه رسوي. خو که شمېر یې له اندازې ډېر شي، د سترګو د دردناک التهاب او نورو ستونزو سبب کېدای شي.
ډاکټرې ژمود ښځو ته سپارښتنه کړې چې د سترګو باڼه په ورځ کې دوه ځله پر نرمو پاکوونکو موادو او د بڼو د ځانګړي بورس په مرسته پاک کړي.