استاد لعل پاچا ازمون په ټولنیزو اړیکو کې ډېر ښه دی، که یې دوست او ملګری د نړۍ په هر کونج کې وي ځان وررسوي. زه برعکس په پاللو کې ښه نه یم، فکر کوم د دفتر کار، کور او بیا لیکل او لوستل له ملګرو سره بې پلانه خواله ته وخت نه راپرېږدي. استاد ازمون مې وپوښت چې دوی څرنګه لیکلو ته وخت مومي؟ ویل یې ٬٬ټولنیزې اړیکي د لیکلو لپاره سوژې او خام مواد راکوي. ،، د استاد دې خبرو د کیسو لپاره د سوژې موندلو په لارو چارو فکر ته اړ کړم.
له خلکو سره لیدل، خبرې او خواله یې یوه لاره ده خو له دې ورهاخوا څه ممکن دي؟
خپلې تجربې او احساسات شاید مرسته وکړي. زما د ډېرو کیسو سوژه یوازیتوب دی، ګومان کوم دا مې د خپل ژوند د تجربو زېږنده ده. له کمکیني یوازې خوښ وم، نه مې یادېږي چې ډېر زړه ته را تېر ملګری مې دی لرلی وي. د کابل د محمود هوتکي ښوونځي په دریم ټولګي کې وم، د تفریح په ساعت کې به له چا سره نه ګرځېدم، یوازې به وم نورو همځولو ته به مې کتل، چې منډې رامنډې وهي، سره خاندي، جنګ کوي،د یو بل پر اوږه یې لاس اچولی وي، خو زه یوازې نندارچي وم. چپړاسي راغی له مټه یې ونیولم، سرښوونکي ته یې ودرولم. زه نه وم خبر چې څه پېښ شوي دي، چپړاسي وویل: یو پکې دغه هلک و. سرښوونکي کاغذ راکړ ،راته ویې ویل کور ته به لاړ شې او سل افغانۍ به تاوان راوړې. دعوه یې وه چې د ښوونځي یوه لویه هینداره موږ دولس ملګرو ماته کړې ده. د هیندارې بیه دولس سوه افغانۍ وه. سرښوونکي او چپړاسي خبره نه اورېده، کور ته له چپړاسي سره لاړم هغه ته یې سل افغانۍ ورکړې. ښه و په کور کې چا راسره ونه شاربله چې ولې مې دا کار کړی یا نه دی کړی خو دغې پېښې لا ډېر ګوښی کړم ، خوښ وم چې له خلکو لیرې واوسم. شاید دغه پېښه ده چې زما په کیسو کې یوازیتوب او ډار ډېر ښکاري.
شاوخوا ته پام هم د ګڼو سوژو له پیدا کېدو سره مرسته کوي. زه کار ته په اورګاډي کې ځم، زما د ډېرو کیسو مکان د اورګاډي تمځی یا خپله اورګاډی وي. که یې مکان نه وي سوژه او موضوع مې شاید له هغه ځایه ترګوتو کړې وي. د لندن اورګاډي د ژوند د نورو هغو ځایونو غوندې چې ډېر انسانان پکې کښته پورته کېږي، د لانجو، کیسو او متضادو پېښو او کرېکټرونو ځالې دي. که یو څه پام ورته وکړو د انسانانو د ناسم چلند پېښې، د رخې، د خواخوږۍ، د جرئت، د مینې، د کرکې، د شتمنۍ او بې وزلۍ، له یو بل سره د اړیکو ، هر څه په دغسې ځای کې لیدلی شو.
په مجلسونو کې، په رسنیو کې، د سفر پر وخت د خلکو خبرو ته د پام له لارې لیکوال یا لیکواله نوې څېرې موندلی شي. په تېره بیا زموږ افغانان چې په نیم ساعت کې ان د خپل نیکه او غورنیکه د ټولو کیسه درته کوي، د خپل ژوند پېښې دریادوي، په یو دوو پوښتنو شاید داسې کرېکتر ومومئ چې په داستاني منطق نه وي جوړ خو واقعي وي، که د داستاني تنخیکونو له چاڼه یې وباسئ نوې څېره به مو موندلې وي، ګڼې سوژې به ورسره خپله ذهن ته درځي. مثلآ کړيدلي ژوند څرنګه یو کس اړ کړی چې په دوو بېلا بېلو ځایونو کې کاملآ متضاد عملونه وکړي، څه ډول د کډوالۍ پېښو ګوښه کېدو ته اړ کړی، څرنګه ناکراره او بې باوره دی.
ښه تصویر، یوه ښکلې جمله، په رنګ او جامه د یو ښایسته انسان لیدل کله کله د ښې کیسې د سوژې پلمه شي. په یوه باراني ورځ، د کافي له پیالې د لټېدلي تاو تصویر په ما کیسه لیکلې ده. له ځان سره د خبرو پر وخت، ذهن ته راغلې ښکلې جملې، اړ کړی یم چې کیسه یې کړم. په جامه او رنګ د ښکلي انسان لیدلو ذهنآ بوخت ساتلی یم چې تر ظاهرآ هر څه سم حالت ور هاخوا به د دې کرېکتر ستونزې څه وي؟
د خلکو چلند، دوه مخي توب، خواخوږي او ټولنیز دودونه د کیسو ښې سوژې درکولی شي. په عادي ژوند کې وینو چې ډېر انسانان ستا لپاره یو څه او د ځان لپاره بل څه غواړي. له تا د خواخوږۍ هیله لري او خپله بیا ستا لپاره وخت نه مومي، ټولنیز دودونه په هر قیمت له تا غواړي خو خپله یې هغه وخت پالي چې په وس یې پوره وي. دغه تضادونه د کیسو لپاره بهترینې سوژې دي.
کتاب لوستل او فلم لیدل هم کیسه لیکوال ته ګڼې سوژې ورکولی شي. د نوبل جایزې ګټونکي امریکایي لیکوال جان سټینبېک ناول مرغلره د پوهنتون په نصاب کې و، ما چې لوست، هغه وخت مې سمندر نه و لیدلی، لامبو مې نه وه زده، د چنګاښ یا اکټوپس رنګ مې ان په ویدیو کې نه و لیدلی، خو د هغه ناول لوستو د سمندر عظمت، په وړاندې یې د انسان کمزوري، د کارګر او سوداګر تر منځ د اړیکو په اړه یې عجیب فکرونه راپیدا کړل. کله چې مې سمندر ولید له هغه وروسته مې په کیسو کې چې کوم سمندر یاد شوی دی ناممکنه ده چې د مرغلرې ناول اغېز پرې نه وي، داسې نه چې د هغه کاپي مې کړې بلکې په هغه ناول کې چې سمندر کوم اثر په ما کړی و، د لیدو پر وخت او بیا په کیسو کې یې د یادولو پر وخت هغه احساس پکې راغلی، دغه احساس سوژې راکړې دي.
د ټایټانیک فلم تل دې فکر ته اړ ایستی یم چې انسانان د یوې بېړۍ مساپر دي، بېړۍ ډوبېدونکې ده، هغوی پکې تل یاد پاتېږي چې تر کرکې یې مینه غوره بللې. په دې موضوع ما کیسه نه ده لیکلې خو زما په هغو کیسو کې چې مینه ډېره یاده شوې او پالل شوې، شاید له هغه فلمه د راپیدا شوي احساس زېږنده وي.
که لیکوال یا لیکواله د لیکلو وخت او انرژي ومومي، ژوند له کیسو او د کیسو له سوژو ډک دی، خو هر څه ته باید د خریدار په سترګه وګوري.