تاند (شنبه، د وږي/ سنبلې ۱۵ مه) د ماشومانو د ملاتړ اداره سېف دي چلدرن (Save the Children) خبرداری ورکړی چې د افغانستان په ختیځ کې وروستۍ زلزلې تر ۲۶۰ زرو ډېر ماشومان اغېزمن کړي او ځینې یې له کورنیو بېبرخې شوي دي. دغه ماشومان د ژغورنې لپاره عاجلو مرستو او دایمي نړیوال ملاتړ ته اړتیا لري.
سېف دي چلدرن ویلي چې د زلزلې له امله لږ تر لږه ۲۸۰ ماشومان بې مور او پلاره شوي او پرله پسې زلزلې د هغوی ویره او اندېښنه لا پسې زیاتوي.
د راپور پر بنسټ، تر اوسه تر پنځه زره زیات کورونه نړېدلي او ګڼې کورنۍ اړ شوي چې په خیمو او یا هم تر آسمان لاندې شپې سبا کړي. ځینې کورنۍ آن د د وریجو له بوجیو څخه د خوب لپاره د بسترې په توګه کار اخلي.
د افغانستان لپاره د سېف دي چلدرن موسسې یوې مسوولې سمیرا سید رحمان، وویل:
«ماشومان د خپلو کورونو د نړېدو او د عزیزانو د له لاسه ورکولو له امله له سختو رواني صدمو سره مخامخ دي، او دوامداره ټکانونه د دوی وېره تازه ساتي.»
هغې ټینګار وکړ چې د ماشومانو د ژوند او راتلونکې د ژغورلو لپاره عاجلې مرستې حیاتي دي او نړیواله ټولنه باید ژر تر ژره اقدام وکړي.
د رسمي شمېرو له مخې، د یکشنبې او دوشنبې ترمنځ د شپې شپږ ریښتري زلزلې په ځانګړي ډول د کونړ ولایت ته ډېره مرګژوبله اړولې چې په کې لږ تر لږه ۲۲۰۵ تنه وژل شوي او شاوخوا ۳۶۴۰ نور ټپیان دي.
دا زلزله د افغانستان د وروستیو کلونو کې تر ټولو مرګونې زلزله ګڼل کېږي چې د کورونو او بنسټونو د پراخې ویجاړۍ ترڅنګ یې ماشومان خورا زیانمن کړي او د بیړنیو بشري مرستو، خوړو، سرپناه او رواني ملاتړ اړتیا یې ډېره کړې ده.
نړیوالو سازمانونو خبرداری ورکړی چې که پر وخت مرسته ونه شي، د زلزلهځپلو سیمو بشري حالت به لا پسې کړکېچن شي.