تاند (شنبه، د وږي/ سنبلې ۱۵ مه) اروپايي اتحادیې د جمعې په ورځ (۱۴ سنبله) ګوګل کمپنۍ «د سیالۍ د قوانینو د ماتولو» او خپلو ډیجېټلي اعلانونو ته د لومړیتوب ورکولو په تور پر ۲ میلیارده او ۹۵۰ میلیون یورو (۳.۵ میلیارد ډالرو) جریمه کړه؛ دې محومیت د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ، توند غبرګون وپاروه.
د اروپايي اتحادیې کمیسیون – چې د ۲۷ غړو هېوادونو اجرایي اداره او د انحصارضد قوانینو اصلي پلي کوونکی دی – د جریمې تر څنګ پر ګوګل غږ کړی چې خپلې «خپلسرې کړنې» پای ته ورسوي او د «د ګټو د ټکر» د مخنیوي لپاره په ډیجېټلي اعلانونو کې لازم ګامونه واخلي.
یوازې څو ساعته وروسته له دې پرېکړې، ټرمپ په خپله ټولنیزه شبکه ټروت سوشل کې ولیکل:
«اروپا نن یو بل لوی امریکایي شرکت، ګوګل، په ۳.۵ میلیارد ډالره جریمې “مجازات” کړ، او په حقیقت کې هغه پیسې یې واخیستې چې په امریکا کې یې د پانګونې او د کارونو د رامنځته کولو لپاره لګولی شوای.»
هغه دا اقدام «ډېر ناعادلانه» وباله او خبرداری یې ورکړ چې که دا جریمه لغوه نه شي، پر اروپا به غچ اخیستونکې تعرفې ولګوي.
ټرمپ دا جریمه د امریکایي شرکتونو پر وړاندې د ورته دوسیو دوام وباله او د اپل د ۲۰۱۶ قضیه یې مثال وګرځاوه؛ هغه مهال چې بروکسل اپل اړ کړ چې ۱۳ میلیارد یورو له سود سره بیرته ایرلنډ ته ورکړي. ټرمپ ټینګار وکړ: «هغوی باید خپلې پیسې بېرته واخلي، که نه زه به د غچ اخیستونکو تعرفو د لګولو بهیر پیل کړم.»
ټرمپ دا دریځ یوازې یوه ورځ وروسته له هغه څرګند کړ چې ده د ګوګل د اجرایي رئیس ساندار پیچای او سرګي برین، چې د دې شرکت له بنسټاېښودونکو څخه دی – په شمول د ټکنالوژۍ مخکښ مشران په سپینه ماڼۍ کې ماښامنۍ ته مېلمانه کړل.
دا څلورم ځل دی چې د اروپايي اتحادیې کمیسیون ګوګل د انحصارضد دوسیو له امله په میلیاردونو یورو جریمه کوي. کمیسیون ویلي تحقیقات یې ښیي چې ګوګل د خپلو اعلانونو په ګټه، د سیالانو او خپرونکو پر تاوان، له خپل قدرته ناوړه ګټه اخیستې ده.
کمیسیون ګوګل ته ۶۰ ورځې وخت ورکړی چې «عملی حل» وړاندې کړي. د کمیسیون د سیالۍ د څارنې مرستیال اجرایي مشرې ترزا ریبرا، خبرداری ورکړی چې که ګوګل د منلو وړ طرحه وړاندې نه کړي، یوازینۍ ممکنه لاره به «جوړښتي حل» وي، لکه د دې کمپنۍ د اعلانونو د ټکنالوژۍ د برخې پلورل.
خو کمیسیون ټینګار کړی چې لومړی به د ګوګل وړاندیزونه واوري او ارزونه به یې وکړي.
ګوګل د دې پرېکړې په غبرګون کې ویلي چې دا حکم «ناسم» دی او د بیا کتنې غوښتنه به وکړي.