جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهزلزلې د کونړ ۹۸٪ کورونه ویجاړ کړي، تصویري راپور

زلزلې د کونړ ۹۸٪ کورونه ویجاړ کړي، تصویري راپور

تاند (شنبه، د وږي/ سنبلې ۱۵ مه) نړیوالې مرستندویې ادارې وايي چې د افغانستان په ختیځ کې وروستۍ زلزلې په زلزله ځپلو سیمو کې کابو ټول کورونه بشپر نړولي یا سخت زیانمن کړي دي.

«اسلامیک ریلیف» (د اسلامي مرستو نړیوال سازمان) ویلي چې د افغانستان په زلزله‌ځپلو سیمو کې ۹۸ سلنه کورونه یا بشپړ نړېدلي او یا هم سخت زیانمن شوي دي. دغه بنسټ خبرداری ورکړی چې د دغو سیمو بشري وضعیت خورا خراب دی او پاتې شوي خلک بیړنیو مرستو ته سخته اړتیا لري.

د سره صلیب او سره میاشت نړیوال فدراسیون په خپله تازه ارزونه کې اټکل کړی چې د افغانستان د ختیځ په وروستۍ (د یکشنبې او دوشنبې ترمنځ شپه) زلزله کې شاوخوا ۸۴ زره کسان په مستقیم یا غیرمستقیم ډول اغېزمن شوي دي.

دا د کونړ نورګل ولسوالۍ ته تللې لار ده. په دې ولسوالي کې کابو ټول کورونه ویجاړ شوي دي

د طالبانو د حکومت چارواکو د دې طبیعي ناورین د قربانیانو شمېر تر اوسه ۲۲۰۵ تنه وژل شوي او تر ۳۶۴۰ ډېر ټپیان اعلان کړي دي. په کونړ ولایت کې په ګڼو کلیو کې کورونه نړېدلي او پاتې خلک په ډاګ کې له لومړنیو اسانتیاوو پرته ژوند کوي.

د سره صلیب فدراسیون او د افغانستان د سره میاشت ټولنې د دغو سیمو انساني وضعیت «هېښوونکی او د خرابېدو په حال کې» بللی او د خوړو، درملو او سرپناه د سخت کمښت په اړه یې خبرداری ورکړی دی.

بې کوره شوي ښځې او ماشومان په داسي حالت کې دی

په همدې حال کې، د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي ایندریکا راتواته، په افغانستان کې خبرداری ورکړی چې دا زلزله ښایي د هېواد په کچه په سلګونو زره خلک اغېزمن کړي.

راپورونه ښيي چې د ځمکې ښویدنې، د غرونو د رالوېدو او د کلیوالي لارو د بندېدو له امله د مرستو رسولو عملیات له جدي ستونزو سره مخامخ دي. د دغو ننګونو ترڅنګ، د نړیوالو مرستو کموالی او د هوا خرابوالي ناوړه شرایطو هم بحران نور هم ژور کړی دی.

دا زلزله د افغانستان د وروستیو کلونو تر ټولو مرګونې او ویجاړوونکې طبیعي پېښه ګڼل کېږي. باید وویل شي چې د دغو سیمو اوسېدونکي له وړاندې د وچکالۍ، د سرچینو له کمښت او له ګاونډیو هېوادونو څخه د پناه‌والو د جبري ستنېدو له ستونزو سره لاس او ګرېوان وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب