جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونه‏بې پولې خبریالانو سازمان: پاکستان دې د افغان خبریالانو خوندیتوب تضمین

‏بې پولې خبریالانو سازمان: پاکستان دې د افغان خبریالانو خوندیتوب تضمین

تاند(شنبه د وږي ـ سنبلې ۱۵مه) د بې پولې خبریالانو سازمان ویلي، چې د طالبانو له حاکمیت وروسته ګڼ افغان خبریالان د وژونکو ګواښونو له امله پاکستان ته تللي دي.

یاد سازمان اندېښنه څرګنده کړې، چې دغه خبریالان وروستیو میاشتو کې په نه زغمل کېدونکې وېره کې ژوند کوي او پاکستان یې د ویزو موده لنډه کړې، نیسي یې او افغانستان ته د شړلو ګواښونه ورسره دي.

د بې پولې خبریالانو سازمان د پاکستان پر حکومت جدي غږ کړی، چې د افغان خبریالانو خوندیتوب تضمین کړي او د نه ستنوونې له اصل سره سم دغلته د پاتې کېدو اجازه ورکړي.

خبرپاڼه کې پر ټولو هېوادونو غږ شوی، چې دا ومني چې د دې خبریالانو ستنول دوی له ګواښ سره مخ کوي او د هغوی د خوندیتوب لپاره یې د ویزو پر ورکړې ټینګار کړی دی.

د معلوماتو له مخې لا هم په پاکستان کې سلګونه افغان خبریالان او د هغوی کورنۍ د اروپايي هېوادونو د بشردوستانه ویزو لپاره په پراخې بې سرنوشتۍ کې دي.

پاکستان د نورو کډوالو سربېره، د دغو خبریالانو د ویزو تمدید موده لومړی یوې میاشتې ته راکمه کړه او بیا یې له تېرو درېیو میاشتو راهیسې د تمدید پروسه مطلقه تړلې ده.

افغان خبریالان غوښتنه کوي، که دویم هېوادونه یې غم ونه کړي او درېیم هېوادونه یې افغانستان ته ستانه کړي، د خپلو فعالیتونو له امله به د طالبانو له غچ اخیستنې سره مخ شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب