Homeخبرونهملابرادر، لویدیځ بانکي محدودیتونه د پانګونې پر وړاندې جدي خنډ بللی

ملابرادر، لویدیځ بانکي محدودیتونه د پانګونې پر وړاندې جدي خنډ بللی

تاند(شنبه د وږي ـ سنبلې ۱۵مه) د طالبانو د ریاست‌‌الوزرا اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر برېښنا سکتور کې د پانګونې جلبولو په کنفرانس کې وویل، د لویدیځ بانکي محدودیتونه دلته د پانګونې پر وړاندې جدي خنډ دی.

ملا عبدالغني برادر نن (شنبه، وږي ۱۵مه) په کنفرانس کې ټینګار کړی چې دا محدودیتونه نه یوازې د افغانستان لپاره، بلکې د نړۍ لپاره هم زیانمنونکي دي او باید ژر تر ژره لرې شي.

هغه زیاته کړې افغانستان د نوي کیدونکي انرژۍ بډایه سرچینې لري او دلته پراخ فرصتونه شتون لري چې باید پکې پانګونه وشي.

د نوموړي په وینا چې د شته فرصتونو څخه ګټه پورته کول به نه یوازې د افغانستان د بریښنا سکتور په ځان بسیا کړي، بلکې دا به نورو هیوادونو ته د بریښنا صادراتو ته هم لاره هواره کړي.

د طالبانو دغه چارواکي همداراز ویلي، افغانستان د هر ډول پانګونې لپاره لوی ظرفیتونه او فرصتونه لري او په خبره یې د خامو موادو له پلوه، د نړۍ یو له شتمنو هیوادونو څخه شمیرل کیږي.

ملابرادر زیاتوي د موجوده فرصتونو په کارولو سره، هیواد کولی شي ځان بسیاینې ته ورسیږي.

په ورته مهال د طالبانو د برېښنا شرکت اجرایوي رییس، عبدالباري عمر هم ویلي چې افغانستان د انرژۍ له بېلابېلو سرچینو څخه د زرګونو میګاواټو برېښنا د تولید ظرفیت لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...