Homeخبرونهختیځ کې خیریه بنسټونه له تصویر اخیستنې منع شول

ختیځ کې خیریه بنسټونه له تصویر اخیستنې منع شول

تاند(شنبه د وږی ـ سنبلې ۱۵مه) ننګرهار کې د طالبانو عدلیې ریاست ټولو خیریه بنسټونو ته «جدي سپارښتنه» کړې، چې د مرستو وېش پر مهال د اسلامي او افغاني ارزښتونو درناوی وکړي.

د طالبانو ننګرهار ولایت مقام له دفتره خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، خیریه بنسټونه دې د مرستو وېش پر مهال په ځانګړې توګه له مېرمنو او نجونو عکاسي نه کوي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې دا چاره د خلکو د حاسیستونو د راپارېدو سبب کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې د ټولنیزو رسنیو ګڼو کاروونکو پر خیریه بنسټونو نیوکه کوله، چې د خپلو لږو یا ډېرو مرستو د وېش پر مهال ځینو ټولنیزو حساسیتونو ته پام نه کوي.

کارپوهان هم د طالبانو دا ګام مهم بولي او ټینګار کوي، چې خیریه بنسټونه دې په خپل سري ډول له مېرمنو، ماشومانو او نجونو د مرستو وېش پر مهال له عکس اخیستلو او عکاسۍ ډډه وکړي.

دا غږ وروسته له هغې پورته شو، چې د هېواد ختیځ کې د زلزلې له امله د نارینه وو ترڅنګ زرګونه ښځې او نجونې هم ټپي او یا هم زیانمنې شوې، چې اخیستل شویو انځورونو یې غبرګونونه راوپارول.

د یادونې وړ ده چې د ننګرهار لپاره د طالبانو ولایت مقام په خپره کړې خبرپاڼه کړې له خیریه بنسټونو مننه هم کړې، چې د زلزلې پر مهال او وروسته یې هم زیانمنو ته مرستې رسولې دي.

کارپوهان له طالبانو غوښتنه کوي، چې دا اقدام په ټول هېواد کې عملي کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...