Homeخبرونهطالبانو د ۹۴۰۷ مېګاواټه په ظرفیت د برېښنا تولید هوکړې لاسلیک کړې

طالبانو د ۹۴۰۷ مېګاواټه په ظرفیت د برېښنا تولید هوکړې لاسلیک کړې

تاند(شنبه د وږي ـ سنبلې ۱۵مه) د طالبانو د حګومت ‏اقتصادي معاونیت وايي، کابل کې د ۹۴۰۷ مېګاواټه په ظرفیت د برېښنا تولید هوکړې او تړونونه لاسلیک کړل.

د یاد معاونی په خبره، نن شنبه د سنبلې میاشتې په ۱۵مه، په انټرکانټیننټال هوټل کې د پانګونې جذب او د افغانستان د برېښنا سکټور ملاتړ کنفرانس کې د افغانستان برېښنا شرکت او یوشمېر پانګه والو شرکتونو ترمنځ د ۹۱۲۳ مېګاواټه په ظرفیت د برېښنا تولید او برېښنايي زېربناوو جوړولو هوکړې او د ۲۸۴ مېګاواټه په ظرفیت د برېښنا تولید تړونونه لاسلیک شول.

د طالبانو یاد اقتصادي معاونیت وايي، پردې سربېره د ازبکستان او د افغانستان برېښنا شرکت ترمنځ هم د ۲۵۰ میلیون ډالرو په پانګونې د سرخان پلخمري ۵۰۰ کیلو ولټ برېښنا مزي غځولو، د دښت الوان، ارغندۍ سب سټېشنونو پراختیا او همداراز تر شیخ مصري سب سټېشن پورې د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا مزي غځول او د دغه سب سټېشن پراختیا پروژو عملي چارې هم پيل شوې.

افغانستان د برېښنا پراخې طبیعي سرچېنې لري چې په کاریدو به یې نه یواځې د افغانانو اړتیاوې پوره شي بلکې کولی شي نورو هېوادونو ته هم برېښنا صادره کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

انجنیر مومند او د موسیقۍ بې‌ ازاره هنر| ولي الله ملکزی

موسیقي د هیجان، عاطفې، مینې او کلیوال ژوند د ماښامونو او حسرتجنو شېبو غږیزه انځورګري ده. موسیقي یوه ناوېلې او بې‌ ژبې انګازه ده...