تاند(شنبه د وږي ـ سنبلې ۱۵مه) د طالبانو د حکومت د امرباالمعروف نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت خبر ورکړی، چې د تصوف له نوم څخه ناوړه استفادې او غیر شرعي کړنو د ترسره کولو په جرم یې د پېر ابراهیم په نوم ډله نیولې.
امربالمعروف وزارت ویلي، نیول شوې ډلې به د تصوف او مذهب په نوم غیر شرعي کړنې، بدعتونه او خرافاتو ته لمنه وهله.
د طالبانو یاد وزارت ویلي، د ټولنې وګړو د فکري او عقیدوي اصلاح ترڅنګ او د ټولو هغو کړنو او اعمالو د مخنیوي مسئول دي چې د شریعت او شرعي قانون سره په ټکر وي.
امربالمعروف وزارت له هېوادوالو هم غوښتي، چې ځان او ټولنه له هغو کړنو وساتي، چې د شریعت او حنفي فقهې له اصولو سره مخالف وي او داسې کړنو ته دې اجازه نه ورکوي چې شریعت او قانون اجازه نه ورکوي.
دا ډله وروسته له هغې نیول کېږي، چې پرون جمعه د دغې ډلې یوه ویډیو په خواله رسنیو خپره شوه او د خلکو سخت غبرګونونه یې را وپارول.
خلکو له طالبانو وغوښتل چې د دا ډول خلکو پر وړاندې جدی اقدام وکړي.
دغی مفتخووره ېفیلی او باردوش ډلی ته نور باید اجازه ورنه کړل شی چی د خلکو د پاکی او بی الایشه عقیدی څخه ناوړه ګټه پورته کړی. طالبانو ښه کار وکړ چی ددغه بدعت مخه یی ونیوله