د پاکستان حکومت ۴۵۰۰ افغان محصلانو ته د طب، انجینرۍ، کرنې، مدیریت، کمپیوټر ساینس او نورو برخو کې د زده کړو لپاره بورسونه اعلان کړل.
پاکستاني رسنیو نن د خپل هیواد د چارواکو په قول ولیکل، دا نوښت د پاکستان او افغانستان د اړیکو د پیاوړتیا، د خلکو تر منځ د اړیکو د زیاتوالي او د افغانستان د بیا رغونې لپاره د بشري سرچینو د پراختیا په موخه ترسره کېږي.
بورسونه په پاکستاني پوهنتونونو کې د تحصیلي فیس بشپړ لګښت، د ژوند مصرف، د کتابونو لګښت او د لیلیې فیسونه پوښي. دا سکالرشیپونه د لیسانس، ماسټرۍ (MS/MPhil) او دوکتورا (PhD) لپاره دي.
د بورس شرایط
لیسانس (Undergraduate):
- لږ تر لږه ۱۲ کاله زده کړه یې کړې وي.
- د عمر حد د ۱۷ او ۲۳ کلونو ترمنځ وي.
- د عمومي مضامینو لپاره لږ تر لږه ۶۰٪ نومرې او د طب او انجینرۍ د مضامینو لپاره لږ تر لږه ۶۵٪ نومرې (د IBCC پاکستان د معادل فارمولا پر اساس).
ماسټري (MS/M.Phil):
- د غوښتنلیک پر مهال عمر باید له ۳۵ کلونو زیات نه وي.
- لږ تر لږه ۱۶ کاله زده کړې بشپړې شوې وي.
- د بکلوریا یا ماسټرۍ په پای کې لږ تر لږه ۲.۵ CGPA له ۴.۰ څخه.
دوکتورا (PhD):
- د غیر استادانو لپاره د عمر حد ۳۵ کاله او د استادانو لپاره ۴۰ کاله دی.
- لږ تر لږه ۱۸ کاله زده کړې بشپړې شوې وي.
- په ماسټرۍ (MS/M.Phil) کې لږ تر لږه ۳.۰ CGPA له ۴.۰ څخه.
د غوښتنلیک لېږل
- غوښتنلیکونه باید یوازې آنلاین د دې وېبپاڼې له لارې وسپارل شي: http://pakafghan.hec.gov.pk
- د غوښتنلیک د پروسې لپاره د کارن لارښود (User Manual) په وېبپاڼه کې شته.
- کاغذي (Hard Copy) غوښتنلیکونو نه منل کېږي.
وروستۍ نېټه
- د آنلاین غوښتنلیکونو د سپارلو وروستۍ نېټه د ۲۰۲۵ کال د سپتمبر ۳۰مه ده.
افغان محصلان چې قوي تحصیلي ریکارډ لري، هڅول کېږي چې له دې مهمې موقع څخه ګټه واخلي او په پاکستان کې لوړې زده کړې ترسره کړي.
موږدکندهارخلګ یوه اصطلاح لري وایی( بله تلکه) هغه څه په ژبه پوه خلګ چي وه هغه ئي ټوله په یوه اوبل نوم دهیواده فرارکړه یا ئي مړه کړه اوس ئي په ځوانانوپسي راواخسته چي دبورسوپه واسته ئي ترخپل بغل لاندي کړي اوعسري مدرسي ورته خلاصي کړي اودافغانستان ددښمني لپاره ئي وروزي ؛ګلبدین هکمتیار ،رباني اوداحمدشا مصعودپه ځیرافغانان لا تراوسه دخلګوپه یادکي ژوندي پاته دي.نورمووخت نه نیسم خودافغانستان چارواکوته په کږه غاړه عذرکوم چي دخدای پرپارخپلي پښي پخپله په تیشه مه وهي. (ارموده راازمودن خطاست) اوبس