Homeخبرونهمیرضایف وايي، هیواد یې له افغانستان سره د ستراتیژیکې همکارۍ غوښتونکی دی

میرضایف وايي، هیواد یې له افغانستان سره د ستراتیژیکې همکارۍ غوښتونکی دی

تاند (شنبه، د وږي/ سنبلې ۱۵ مه) د ازبکستان ولسمشر د افغانستان خلکو ته په استولې پیغام کې اعلان کړی چې تاشکند له کابل سره د ستراتیژیکو همکاریو د ټینګښت په لټه کې دی.

«شوکت میرضیایف» د ازبکستان ولسمشر د شنبې په ورځ د افغانستان خلکو ته په استولې پیغام کې ټینګار کړی چې هېواد یې له کابل سره د ستراتیژیکو همکاریو پراختیا ته چمتو دی.

یاد پیغام په کابل کې د «د پانګونې د جذب او د برېښنا د انرژۍ د سکتور د ملاتړ» په نړیوال کنفرانس کې د ازبکستان د انرژۍ وزیر «جوره بیک میرزامحمدوف» وړاندې کړ.

«د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي اړیکو رییس شفیع اعظم د ازبک وزیر له قوله وویل: «زه خوښ یم چې په داسې ناستې کې برخه اخلم چې پکې د افغانستان د انرژۍ تولید او اقتصادي پراختیا لومړنی زړی اېښودل کېږي.»

دا لومړی ځل دی چې د ازبکستان د انرژۍ وزیر په افغانستان کې د برېښنا د سکتور په اړه ناستې کې ګډون کوي.

یاد دوه‌ورځنی کنفرانس د افغانستان د برېښنا شرکت په کوربه‌توب په کابل کې جوړ شوی، چې پکې د بهرنیو هېوادونو استازي، نړیوال بنسټونه، خصوصي سکتور او کورني او بهرني پانګوال ګډون لري.

د ازبکستان ولسمشر څو ورځې وړاندې هم ویلي و چې د افغانستان پراختیا د ګاونډیانو له رغنده همکاریو پرته ناشونې ده، او «موږ هېڅکله له خپل ګاونډي جلا نه یوو او نه شا وراړولی شو.»

په وروستیو کلونو کې ازبکستان، افغانستان د برېښنا له اصلي صادروونکو څخه دی. د طالبانو له بیا واک ته رسیدو وروسته، تاشکند هڅه کړې چې له کابل سره خپلې اقتصادي اړیکې وساتي او لا پیاوړې کړي.

د ټاپي او کاسا-۱۰۰۰ په شان سیمه ییزو پروژو ته په پام، افغانستان د ازبکستان لپاره د ترانزیټي دهلېز او د انرژۍ په برخه کې د ستراتیژیک شریک په توګه ځانګړی اهمیت لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...