پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Home+ياران! صلای عام است گر ميکنيد کاری |رحمت شاه فراز

ياران! صلای عام است گر ميکنيد کاری |رحمت شاه فراز

۱- په اوس وخت کې زموږ تر ټولو لويه او اساسي ستونزه څه ده؟
ځواب: زموږ تر ټولو عمده ستونزه دا ده، چې موږ د دين له يوه غلط او سليقه‌يي تعبير سره لاس و ګرېوان يو او زموږ دغه ستونزه د اوسنيو کلونو پيداوار نه‌ ده، بلکې ريښې يې ډېرې ژورې تللې دي. زموږ په خلکو کې تشدد، ړنده غرب‌دښمني، له عصريتوب سره غيرعقلاني برخورد، د بشري حقونو پر وړاندې غیرمسولانه چلند که يوازې د ځينو ګاونډيو هېوادونو او استخباراتي کړيو هڅې معرفي کوو، نو دا به مو د مسئلې ډېر سرسري تحليل وړاندې کړی وي. زموږ پرابلم ژور دی، بايد تل ته د ورښکته کېدو لارې يې ولټوو.
۲- ايا دا پرابلم کومه حل لاره هم لري؟
ځواب: له دغې مسئلې نه د خلاصون يوازنۍ لاره دا ده، چې علمي او ميتوديکه مبارزه ورسره وکړو. زموږ ستونزه ډېره مشخصه ده او حل‌لاره زښته روښانه! ستونزه دا ده، چې موږ له يوه ناسم ديني متن سره مخ يو او حل لاره يې دا ده، چې په ځواب کې يې بايد يو سم ديني متن ايجاد کړو. زموږ اوسنی متن مرګ‌محوره دی، موږ يوه ژوند‌محوره متن ته اړتيا لرو. که زموږ خلک په رښتیا له اوسني کړکېچ نه وتل غواړي، نو بايد له بل هر ډول هڅو او فعاليتونو «اجتماعي توبه» وباسي او يوازې همدا خپل مسير او منزل وټاکي.
۳- ايا ستاسې هدف يوازې ليکلنی متن دی؟
ځواب: کتابونه، مجلې، اوونيزې، د خواله رسنيو چټ خونې، ګروپونه، ويډيويي ليکچرونه او سيمينارونه ټول د دې متن د ايجاد وسايل کېدی شي. موږ بايد عامه ذهنیت خپل هدف وګرځوو او په ډېره مسلکي او معياري کچه بايد توپاني علمي فعاليتونه په لاره واچوو. تاسو به يو متل اورېدلی وي، چې «تر څو چې رښتيا رسېږي، دروغو به کلي وران کړي وي.» خو موږ په دغسې توپاني هڅو کولی شو، دغه متل سرچپه ثابت کړو، چې «تر څو چې دروغ رسېږي، رښتياوو به کلي ودان کړي وي.»
۴- په هېواد کې اوس هم ځينې مجلې لرو، ايا هغه بس نه دي؟
ځواب: زموږ زياتره مجلې ادبي او فرهنګي صبغه لري، چې په ځانګړې توګه زموږ دغه درد نه دوا کوي. زموږ وطن د ادبي مجلو په ځای مذهبي او د روښانفکرۍ مجلو ته اړتيا لري. په اوس وختونو کې يوازنۍ ديني مجله چې دې معيار سره برابره ده او په بشپړه توګه د دين معتدل او حقاني تفسير وړاندې کوي، د مولانا وحيدالدين خان «الرساله» مجله ده. خو الرساله په يوازې ځان کفايت نه کوي. الرساله به تر زرو تنو ورسېږي، زر تنه به اصلاح شي. خو که په هېواد کې سل مجلې وي او هره يوه زر تنو ته ورسېږي، نو سل زره فکرونه به مو اصلاح کړي وي.
۵- دا توپاني هڅې له کومه ځايه پيلولی شو؟
ځواب: د دې برنامې څو ابتدايي مراحل به ممکن دا وي:
الف) هغه علما او مجلې په نښه شي، چې د اسلام معتدل او حقاني تعبير وړاندې کوي. دا علما زموږ د وطن هم کېدی شي او دا مجلې د عربي، انګريزي، اردو او فارسي ژبو ژباړې هم کېدی شي.‌
ب) ګڼ ټيمونه برابر شي او هر ټيم د يوې مجلې له تصنیف، ژباړې‌‌ او بيا تر ډيزاين او نشر و پخش پورې ټول مسووليتونه په خپله غاړه واخلي.
ج) د دغو ټيمونو لپاره په بهر کې کمپاين وشي او د دوی لپاره د مناسبې حق الزحمې چاره وشي، تر څو د معنوي انګېزې په خوا کې يو پياوړی مادي انسنټيف هم ولري.

4 COMMENTS

  1. ښاغلي ارحمت فرااز شاه دالله رحمت د په تاسو وي او چا ري مو ښی
    تاسو يو ه ډير غټ مشکل ته چی لر او بر اوفغان اولس ورباندی اخته دی روښانه کړي او دحل لاره مو هم واضح کړي، که چيرته دا کارموږ افغانان په عمل کي پياده کړو فکر کوم دافغانانو به غټ مشکل حل او د تکامل او د ترقي لاري د پر مختګ خنډونه به له منځه لاړ شي په کوم چي موږ له استعماري وخته را هيسي پري غوله وول کيږو.

  2. درنو لوستونکو ته سلام، سر بېره پر دې چې تاندوال زما تبصرې خال خال خپروي او په خصوصي خبرو کې د ډیموکراسي ټټر او د بیان د آزادي ټټر وهي! له بده مرغه نن دبن، سیاست، رسنۍ حتی طبابت هم مافیايي شوي دي، چې د دولتونو نظام هم همداسې دی. ستاسو لیکنه هم یوه تیاره دوګما ده!
    عصريتوب یعنې څه؟ ملایان په سسکسولوژي کې تې اندرولوګه ډېر تخصص لري او کاندوم تر کلیو ریښه کړې ده! نن سبا اسلامي اردو هم په ګڼشمیر ملکونو کې جوړه شوې ده. افغانان ډوډۍ نه لري مګر د ایفون نوي ورشن ته تر ټولو مخکې په قطار کې درېدلي وي! ښځینه په ټيک ټاک، اینستوګرام او يوټوبري متخصصین ګرځېدلي دي، همغه خبره چې د بو شمېر (ټنډه تړلې کونه وتلې!) ده. په نیمه پېړۍ کې مو د افغاني کمونیستانو او بیا د اسلامي مجاهلینو او ورپسې مو د متحصلو تکنوکراتانو نخرې، چوروچپاول او د ټولنیز ژوند عصري او غیر عصرې نخسې ولیدلې! تاسو هم د یو ملا د دین تعریف ته زړه ښه کړی، چې بو به فرقه او خرقه به وي!
    زه پرون د یوې افغانې او د الاهزر د سیمې د یو مصري د نکاح په مراسمو کې وم، چې ملا یې عرب وو، نو همغه د مفغنه اسلام خبرې وې، مهر، شاهدان، پدر وکیل او همغه د مهر او د شتمنبو د وېش ناندره وه او نجلۍ ته همدا ویل کېدل، چې له خپل خاونده اطاعت وکړي او چې څه مېړه وایي دا یې باید پرته له سرکشي تر سره کړي. نو اسلام له عجمه تر عربه یو تفسیر او تعبیر لری، زه وایم ته یې کوه، که نه نو د ملحد، مرتد، لعین، دیوس، ملعون او داسې نورو ټاپې له شیعه او مسلمان ملا سره تيارې دي! داعش د غربي مېشتو مسلمانانو او استخباراتې کړیو ځېږنده ده! پرته له اقتصادي ملاتړه هېڅ ډله نه شي کولی پاتې شي، مګر چې ملت ګروګان کړي او عشر و زکات (مایه یا جزیه) ورڅخه په زور واخل، یعنې له ملته په سپینو سترګو مالي شتمنۍ په تو بل نامه وشکوي! ستاسو په مبارزه کې د رڼا لارې تمه کوم! وسلام

  3. درنو لوستونکو ته سلام، سر بېره پر دې چې تاندوال زما تبصرې خال خال خپروي او په خصوصي خبرو کې د ډیموکراسي ټټر او د بیان د آزادي ټټر وهي! له بده مرغه نن دبن، سیاست، رسنۍ حتی طبابت هم مافیايي شوي دي، چې د دولتونو نظام هم همداسې دی. ستاسو لیکنه هم یوه تیاره دوګما ده!
    عصريتوب یعنې څه؟ ملایان په سسکسولوژي کې تې اندرولوګه ډېر تخصص لري او کاندوم تر کلیو ریښه کړې ده! نن سبا اسلامي اردو هم په ګڼشمیر ملکونو کې جوړه شوې ده. افغانان ډوډۍ نه لري مګر د ایفون نوي ورشن ته تر ټولو مخکې په قطار کې درېدلي وي! ښځینه په ټيک ټاک، اینستوګرام او يوټوبري متخصصین ګرځېدلي دي، همغه خبره چې د بو شمېر (ټنډه تړلې کونه وتلې!) ده. په نیمه پېړۍ کې مو د افغاني کمونیستانو او بیا د اسلامي مجاهلینو او ورپسې مو د متحصلو تکنوکراتانو نخرې، چوروچپاول او د ټولنیز ژوند عصري او غیر عصرې نخسې ولیدلې! تاسو هم د یو ملا د دین تعریف ته زړه ښه کړی، چې بو به فرقه او خرقه به وي!
    زه پرون د یوې افغانې او د الاهزر د سیمې د یو مصري د نکاح په مراسمو کې وم، چې ملا یې عرب وو، نو همغه د مفغنه اسلام خبرې وې، مهر، شاهدان، پدر وکیل او همغه د مهر او د شتمنبو د وېش ناندره وه او نجلۍ ته همدا ویل کېدل، چې له خپل خاونده اطاعت وکړي او چې څه مېړه وایي دا یې باید پرته له سرکشي تر سره کړي. نو اسلام له عجمه تر عربه یو تفسیر او تعبیر لری، زه وایم ته یې کوه، که نه نو د ملحد، مرتد، لعین، دیوس، ملعون او داسې نورو ټاپې له شیعه او مسلمان ملا سره تيارې دي! داعش د غربي مېشتو مسلمانانو او استخباراتې کړیو ځېږنده ده! پرته له اقتصادي ملاتړه هېڅ ډله نه شي کولی پاتې شي، مګر چې ملت ګروګان کړي او عشر و زکات (مایه یا جزیه) ورڅخه په زور واخل، یعنې له ملته په سپینو سترګو مالي شتمنۍ په تو بل نامه وشکوي! ستاسو په مبارزه کې د رڼا لارې تمه کوم! وسلام

  4. درنو لوستونکو ته سلام، سر بېره پر دې چې تاندوال زما تبصرې خال خال خپروي او په خصوصي خبرو کې د ډیموکراسي ټټر او د بیان د آزادي ټټر وهي مګر خپله یې تر پښو لاندې کوي! له بده مرغه نن دین، سیاست، رسنۍ حتی طبابت هم مافیايي شوي دي، چې د دولتونو نظام هم همداسې دی. ستاسو لیکنه هم یوه تیاره دوګما ده!
    عصريتوب یعنې څه؟ ملایان په سسکسولوژي کې تر اندرولوګه ډېر تخصص لري او کاندوم تر کلیو ریښه کړې ده! نن سبا اسلامي اردو هم په ګڼشمیر ملکونو کې جوړه شوې ده. افغانان ډوډۍ نه لري مګر د ایفون نوي ورشن ته تر ټولو مخکې په قطار کې درېدلي وي! ښځینه په ټيک ټاک، اینستوګرام او يوټوبري متخصصین ګرځېدلي دي، همغه خبره چې د بو شمېر (ټنډه تړلې کونه وتلې!) ده. په نیمه پېړۍ کې مو د افغاني کمونیستانو او بیا د اسلامي مجاهلینو او ورپسې مو د متحصلو تکنوکراتانو نخرې، چوروچپاول او د ټولنیز ژوند عصري او غیر عصرې نخسې ولیدلې! تاسو هم د یو ملا د دین تعریف ته زړه ښه کړی، چې یوه بله فرقه او خرقه به وي!
    زه پرون د یوې افغانې او د الاهزر د سیمې د یو مصري د نکاح په مراسمو کې وم، چې ملا یې عرب وو، نو همغه د مفغنه اسلام خبرې وې، مهر، شاهدان، پدر وکیل او همغه د مهر او د شتمنبو د وېش ناندره وه او نجلۍ ته همدا ویل کېدل، چې له خپل خاونده اطاعت وکړي او چې څه مېړه وایي دا یې باید په پټو سترګو او پرته له سرکشي تر سره کړي. نو اسلام له عجمه تر عربه یو تفسیر او تعبیر لری، زه وایم ته یې کوه، که نه نو د ملحد، مرتد، لعین، دیوس، ملعون او داسې نورو ټاپې له شیعه او مسلمان ملا سره تيارې دي! داعش د غربي مېشتو مسلمانانو او استخباراتې کړیو ځېږنده ده! پرته له اقتصادي ملاتړه هېڅ ډله نه شي کولی پاتې شي، مګر چې ملت ګروګان کړي او عشر و زکات (مایه یا جزیه) ورڅخه په زور واخلي، یعنې له ملته په سپینو سترګو مالي شتمنۍ په یو او بل نامه وشکوي! ستاسو په مبارزه کې د رڼا لارې تمه کوم! وسلام

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ویده یږه Sleeping Bear | عزت الله شمسزی

عامو خلکو کې یوه اصطلاح ده وایي جنت کې هرڅه شته خو د دنیا هوا په کې نه شته. په نړۍ کې رښتیا هم...