تاند – څېړنې ښيي چې ښځې تر نارینهوو زیات د نامناسبې تودوخې له امله په کاري چاپېریال کې شکایت کوي. پخوانیو څېړنو د انسان د بدن متوسطه تودوخه د سانتي ګراد ۳۷ درجې ښودلې، خو نوې څېړنې وایي دا تودوخه د جنس، میتابولیزم، عمر، او نورو شرایطو له کبله توپیر کولی شي.
د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) سپارښتنه کوي چې د سړو یا معتدلو اقلیمونو لپاره باید د کورونو تودوخه د سانتي ګراد لږ تر لږه ۱۸ درجې وي، څو د منفي اغېزو لکه شدیدې سالنډۍ، د زړه ناروغۍ، او خپګان مخنیوی وشي. مشران، کوچنیان، او هغه کسان چې اوږدمهاله ناروغۍ لري، د بدن د حرارت په تنظیم کې ستونزې لري او له همدې امله د سړې یا تودې هوا په وړاندې زیات حساس وي.
څېړنو ښودلې چې د بریتانیا په ویلز کې د وروستیو کلونو په ژمو کې خلک د انرژۍ د مصرف د کمولو لپاره د کور ګرموونکي وسایل لږ کاروي یا په ټیټه درجه کاروي او پر ځای یې د ځان د تودولو لپاره له کمپلو، مشکولو او نورو شخصي وسایلو کار اخلي.

په تودو سیمو کې، لوړه تودوخه کېدای شي د ګرمي وهلو (Heatstroke)، د مزمنو ناروغیو، او آن د ځانوژنې خطر زیات کړي. اقلیمي بدلون او د هوا له کبله د پېښو زیاتوالي دا خطرونه لا پسې جدي کړي دي.
بیولوژیکي او هورموني توپیرونه هم د تودوخې پر حساسیت اغېز لري. ښځې د نارینهوو پرتله تر پوست لاندې زیات غوړ لري، له همدې امله لاسونه او پښې یې ژر یخېږي. همداراز، د امیندوارۍ یا هورموني درملو پر وخت د دوی د بدن مرکزي تودوخه لوړېږي. څېړنې ښيي چې ښځې زیات وخت د نامناسبې تودوخې له امله په کار ځایونو کې شکایت کوي.
د کار ځای تودوخه د انسان پر صحت او کار اغېز لري. په انګلستان کې، د کار لپاره مناسبه تودخه د سانتي ګراد حداقل ۱۶ درجې ټاکل شوې، او که فزیکي کار وي، دا حد ۱۳ درجې ته راټیټېږي. خو په امریکا کې داسې قانوني محدودیتونه نه شته.
د ښه خوب لپاره، د خونې تودوخه باید د سانتي ګراد د۱۶ او ۱۸ درجو ترمنځ وي. تر ویدېدو مخکې ګرم حمام کول مازغو ته داسې نښې لېږي چې خوب هڅوي او بدن لږ څه یخوي.
په پای کې باید وویل شي، د عمر، جنس، او میتابولیزم توپیر له امله دا ناشونې ده چې د ټولو لپاره “ایډیاله” او مناسبه تودوخه وموندل شي.