جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهد جرمني حکومت وايي، د افغانانو د لېږلو لپاره یې د طالبانو...

د جرمني حکومت وايي، د افغانانو د لېږلو لپاره یې د طالبانو حکومت ته پیسې نه دي ورکړي

تاند (یکشنبه، د وږي/ سنبلې ۱۶ مه) د جرمني د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د دې هېواد حکومت طالبانو ته د هغو افغان وګړو د منلو لپاره پیسې نه دي ورکړي چې له جرمني څخه ایستل شوي دي.

دا خبره د جرمني د کورنیو چارو وزارت یوه ویاند د شنبې په ورځ (د وږي ۱۵مه) ډي پي اې خبري آژانس ته تایید کړه.

یادې څرګندونې وروسته له هغې مطرح شوې چې چپ ګوند له حکومته وپوښتل چې ایا طالبانو ته کومه اندازه پیسې ورکړل شوې څو د ۸۱ افغان نارینه‌وو منل تضمین کړي چې د جولای په میاشت کې ایستل شوي وو.

ایالتي حکومتونو ویلي چې دغه کسان د وژنې، جنسي تیري، تاوتریخوالي و او د نشه‌یي موادو اړوند جرمونو په تور محکوم شوي وو. د حکومت په وینا، د انتقال پر مهال په هوايي ډګر کې په ۳۸ قضیو کې د «کنټرول وسایل» کارول شوي وو.

د جرمني فدرالي حکومت ویلي چې د جولای پرواز «د ګډې ستراتیژیکې امنیتي همکارۍ په چوکاټ کې، د قطر په مرسته او پرته له هر ډول تاوان ورکولو» ترسره شوی. حکومت د نورو جزییاتو له ورکولو ډډه کړې او د موضوع محرمیت ته یې اشاره کړې.

د کین اړخي ګوند د کورني سیاست ویاندې «کلارا بونګر» دغه وضاحتونه کافي ونه بلل. هغې وویل: «فدرالي حکومت د هوا له لارې د افغانانو پر ایستلو ډېر لګښتونه کوي، له مستبدانو سره همکاري کوي او ادعا لري چې دا کار به زیات امنیت راولي… دا دروغ ده.»

د جرمني د کورنیو چارو وزیر ویاند «الکساندر دوبرینت» ټینګار کړی چې وزیر غواړي د افغانانو د ایستلو بهیر چټک شي. هغه د جرمني ډي پي اې خبري آژانس ته ویلي: «فدرالي حکومت په جدي توګه د دایمي بېرته ستنولو د میکانیزم پر جوړولو کار کوي» او په همدې موخه «ټولې حقوقي او اجرایي لارې چارې څېړل کېږي.»

تر اوسه څرګنده نه ده چې په راتلونکې کې به دغه ډول ایستنې بیا هم د قطر په مرسته ترسره شي که نه. له هغه وخت راهیسې چې طالبان په ۲۰۲۱م کال کې پر کابل واکمن شوي، جرمني دوه ځلي افغانان کابل ته استلي دي.

په جولای کې د یو شمېر افغانانو له ایستلو وړاندې، د ۲۰۲۴م کال په اګست کې د منځ‌چپ ائتلاف (سوسیال‌دیموکرات، زرغون ګوند او آزاد ډیموکراتان) د حکومت پر مهال ۲۸ کسان چې په جزایي جرمونو محکوم شوي وو، کابل ته واستول شول.

د روان میلادي کال په لومړیو اته میاشتو کې یوازې ۳۳ افغان وګړي د جرمني د حکومت د خپلې خوښې او سبسایډي له وړاندیزه په استفادې افغانستان ته ستانه شول.

د کورنیو چارو وزارت په وینا، د دولتي پروګرامونو له لارې د پنځو نورو داوطلبانه ستنېدنو پروګرامونه هم عملي شوي دي، خو د هغو کسانو په اړه کوم معلومات نشته چې پرته له دولتي مرستې بېرته تللي وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب