جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهمتحده عربي امارات وايي، د زلزله ځپلو افغانانو لپاره په الوتکو کې...

متحده عربي امارات وايي، د زلزله ځپلو افغانانو لپاره په الوتکو کې د مرستو لېږلو ته دوام ورکوي

تاند (یکشنبه، د وږي/ سنبلې ۱۶ مه) د متحده عربي اماراتو خبري اژانس وايي، د دغه هیواد د ولتمشر شيخ محمد بن زايد آل نهيان په لارښوونه د ګډو عملياتو قوماندانۍ له لوري افغانستان ته په مرستو د بار الوتکو لېږد دوام لري.

د شنبې په ورځ په يوه الوتکه کې ۴۰ ټنه خوراکي توکي، استوګنځایونه او نور ضروري وسایل د افغانستان د ختیځ زلزله ځپلو سیمو ته د مرستې لپاره ولېږل شول.

سربېره پر دې، د اماراتو دولتمشر په یوې کښتۍ کې د بېړنیو بشري مرستو د استولو امر هم کړی، چې خوراکي توکي، سرپناه او درمل پکې بار دي، څو د افغان ولس د ملاتړ او د زلزله ځپلو د کړاوونو د کمولو لپاره ورسېږي.

د ګډو عملياتو د قوماندانۍ ټيم د تېرې چهارشنبې په ورځ افغانستان ته له رسېدو سره سم خپله دنده پيل کړه، څو د زلزله ځپلو خلکو ملاتړ او مرسته وکړي. دا هڅې د اماراتو له لوري د طبيعي پېښو او بېلابېلو کړکېچونو پر مهال د بېړنيو مرستو د برابرولو يوه برخه ده، چې د نړۍ له اړو خلکو سره د پر له پسې مرستې او ملاتړ څرګندونه کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب