تاند (یکشنبه، د وږي/ سنبلې ۱۶ مه) د افغانستان په ختیځ کې د وروستۍ مرګونې زلزلې له کبله زرګونه کسان په کونړ ولایت کې اړ شوي چې په خیمو کې واړوي ځکه چې کورونه یې نړېدلي دي.
د ترکیې د انادولو خبري اژانس د راپور له مخې، سیمهییز چارواکي وایي چې د ژمي له رانژدې کېدو سره لا ډېرې مرستې ته بیړنۍ اړتیا ده.
د طالبانو د ادارې یوه سیمهییز چارواکي نجيبالله حنيف، د شنبې په ورځ انادولو ته وویل چې دوی سلګونه کسان په خوندي ساحو کې د خیمو کلیو ته انتقال کړي دي.
هغه زیاته کړه: «مزاردره تر ټولو زیانمنه سیمه ده، چې د پر له پسې زلزلو له امله ژوند پکې ناممکن شوی او زموږ د ټیمونو لپاره ستونزې زیاتوي.» هغه وویل په همدې دلیل ټیمونه ونه توانېدل چې د مرستو او نورو اړینو توکو د رسولو لپاره سیمې ته ورسېږي.
«نو موږ ټول اغېزمن شوي خلک له هغه ځایه د خیمو کلیو ته انتقال کړل.»
ده څرګنده کړه چې د ګڼو هېوادونو له لوري بشري مرستې کونړ ته رسېدلې دي، خو ټینګار یې وکړ چې لا نورې بیړنۍ مرستې ته اړتیا ده.
حنيف وویل: «د ژمي له یخنۍ څخه د خلکو د ساتنې لپاره سرپناه ته اړتیا ده، ځکه یوازې څو اوونۍ پاتې دي.»
هغه له نړیوالې ټولنې هم وغوښتل چې زلزلهځپلو ته مرستې ورسوي، ځکه چې د زلزلې له امله تر ۸ زره زیات کورونه ویجاړ شوي او ډېری ژوندي پاتې شوي خلک بېوزله دي، چې پرته له بهرنیو مرستو خپل کورونه نه شي جوړولای.
د موقتې ادارې په ملاتړ د ملګرو ملتونو ادارو په اغېزمن شویو سیمو کې خیمې، خواړه، د څښاک پاکې اوبه او د بیړنیو روغتیایي خدماتو برابرولو ترڅنګ، هغو لرې پرتو سیمو ته چې لارې یې بندې دي، د خوړو او نورو اړینو توکو هوایي انتقالات هم کړي دي.
خو د جمعې په ورځ د کونړ یوه اوسېدونکي عبدالوحید انادولو ته وویل چې د ژمي له رانژدې کېدو سره به خلکو ته، د خیمو، د ګازي بخاریو او د پخلنځي د وسایلو په څېر اړینو توکو ته بېړنۍ اړتیا وي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو لویې کمېشنري (UNHCR) هم ویلي چې زلزلې کلي بشپړ وران کړي او ژوندي پاتې شوي کسان په خلاصو ساحو کې بې له کومې سرپناه پاتې دي. دې ادارې خبرداری ورکړی چې د ژمي په رانژدې کېدو سره، د بیړنیو مرستو له نشتوالي پرته، د خلکو ژوند ته جدي خطر دی.
د م.م. د کډوالو لویې کمېشنرۍ د جمعې په ورځ وویل: «راسره مرسته وکړئ چې بیړنۍ مرستې او سرپناه برابره کړو.»
تېره یکشنبې په افغانستان ته سخته زلزله وشوه چې تر ۲۲۰۰ ډېر کسان یې ووژل او شاوخوا ۴۰۰۰ نور یې ټپیان کړل، او په ختیځ کونړ ولایت کې یې کابو ۹۸ سلنه کورونه ویجاړ کړل.