تاند(یکشنبه د وږي ـ سنبلې ۱۶مه) د افغانستان کرکټ بورډ وايي، افغان اتلان نن د کابل پرمهال ماښام «اووه نیمې بجې» د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې سره د درې اړخیزې لوبلړۍ په پایلوبه کې مخامخ کېږي.
د متحده عربي اماراتو، پاکستان او افغانستان ترمنځ درې اړخیزه لوبلړۍ د تېرې اګست میاشتې په ۲۹مه نېټه پیل شوې وه.
کوربه لوبډله د څلور واړو لوبو په بایللو سره له دې سیالۍ بهر شوه.
په دې لوبلړۍ کې افغانستان او پاکستان له څلورو لوبو درې ـ درې لوبې وګټلې او دواړه لوبډلې پایلوبې ته را ووتلې.
تاسې نن په افغان لوبډله کې کوم بدلونونه غواړئ او نظر مو څه دی چې پاکستانۍ لوبډلې ته په څومره منډو او یا هم په څو وېکټو ماته ورکړي؟
دواړه لوبډلې تر دې وړاندې په درې اړخیزه لوبلړۍ کې دوه ځل سره مخامخ شوي، چې یوه پاکستان او یوه افغانستان ګټلې ده.