پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونه‏تېره یوه اونۍ ایران او پاکستان کابو ۱۸ زره افغانې کورنۍ را...

‏تېره یوه اونۍ ایران او پاکستان کابو ۱۸ زره افغانې کورنۍ را ایستلي

تاند(یکشنبه د وږي ـ سنبلې ۱۶مه) د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، چې تېره اونۍ له ایران او پاکستان ۱۷۴۲۹ کورنۍ چې د غړو شمېر یې یو لک ۷۰۳۷تنه کیږي هېواد ته راستانه شوي دي.

یاد وزارت ویلي، پر دغو کورنیو حکومت ۱۶۳میلیونه ۶۲۰ زره افغانۍ نغدې مرستې وېشلې دي.

د طالبانو د کډوالو وزارت زیاته کړې، بېرته راستنو شویو کورنیو ته یې د نغدي مرستو ترڅنګ د خوړو، پاکو اوبو، وړیا ټرانسپورټ، سیمکارتونو او روغتیایي چوپړتیاوو خدمات هم برابر کړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان کې د تېرې اګست میاشتې په ۳۱مه نېټه د پي او آر کارت لرونکو افغان کډوالو مودې تر پای ته رسېدو وروسته له یاد هېواده د کډوالو د راستنېدو لړۍ چټکه شوې.

سره له دې چې په ځلونو له پاکستان او ایرانه غوښتنې وشوې، چې په اوسني حالت کې په جبري ډول د افغان کډوالو د شړلو پروسه ودروي، خو د نظر خاوندانو په باور اوس هم دواړه هېوادونو د ټولو بشري قوانینو خلاف دا پروسه روانه ساتلې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...