Homeخبرونهپاکستان کې د ژغورونکې ډلې ۵ کسان اوبو ډوب کړي او مړه...

پاکستان کې د ژغورونکې ډلې ۵ کسان اوبو ډوب کړي او مړه کړي دي

تاند(یکشنبه د وږي ـ سنبلې ۱۶مه) د پاکستان د پنجاب ایالت د طبیعي پېښو پر وړاندي د مبارزې ملي اداره وايي، د دغه ایالت په ملتان سیمه کې د ژغورونکې ډلې هغه پنځه کسان وژل شوي چې، غوښتل یې نور کسان وژغوري.

یادي ادارې نن یک شنبه په یوه بیان کې ویلي چې، د ژغورونکو کسانو یاده عمله په سیند کې د کښتۍ ډوبېدو پر مهال مړه شوي او د یادي پېښې د رامنځته کېدلو لامل د اوبو د څپې تېزوالی یاد شوی دی.

دا ژغورونکي کسان داسې مهال مړه شوي چې، په دې وروستیو کې د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې مرګوني سېلابونه راوتلي.

دغو سېلابونو تر دوه میلیونه زیات کسان د کورونو پرېښودلو ته اړ کړي او شاوخوا ۴ زره۱۰۰ کلي یې زیانمن کړي دي.

دغو سېلابونو سلګونه کسان هم مړه کړې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...