چهارشنبه, اکتوبر 22, 2025
Home+په کیسه کې موضوع که د هغې د وړاندې کولو بڼه مهمه...

په کیسه کې موضوع که د هغې د وړاندې کولو بڼه مهمه ده؟

ایمل پسرلی

که څوک راته ووایي چې لنډه کیسه یې ولوسته، لومړنۍ پوښتنې مې ترې دا وي: موضوع یې څه وه؟ لیکوال یا لیکوالې لوستونکي ته کوم درس ورکاوه، تبلیغ یې کاوه، پیغام یې رساوه او که یې هسې د ژوند یوه شېبه انځوروله؟

ما ته داسې ښکاري چې موضوع د کیسې مغز دی، یعنې د کیسې تر ټولو ژوره مانا په موضوع کې نغښتې وي. خو یوازې مغز کافي نه دی، هغه باید د کیسې د بیان یا بڼې په رګونو کې وبهېږي چې ژوندی پاتې شي. د وړاندې کولو بڼه هغه غږ دی چې د مغز خبره لوستونکي ته رسوي.

د جګړې کیسه څه وايي؟ | ایمل پسرلی

بې ‌موضوع کیسه بې مانا ده. خو برعکس، ښه موضوع هم که په کمزورې بڼه وړاندې شي، د هغه غمي غوندې ده چې د پنجشیر او بدخشان د غرونو تر انبار کاڼو او خاورو لاندې پټه وي. شته والی او نشتوالی یې تر هغو په اټکل پورې تړلی چې کارپوه یې ثابت نه کړي. د کیسو په برخه کې دغه کارپوه کره کتونکی دی، خو عام لوستونکی تل په کره کتونکي پسې نه ګرځي. بیدار لوستونکی شاید د لیکوال یا لیکوالې سبک کشف کړي، یا یې په اړه څه ولولي.

د لیکوال هنر په دې کې دی چې هغه غمی داسې راوباسي چې لوستونکی یې وویني، خو دومره یې هم بربنډ نه کړي چې ځلا یې سترګې یوسي. د دغه اعتدال کشفوونکی لیکوال یا لیکواله بریالي بللی شو.

څو ورځې مخکې ښاغلي صادق ودان زما د لنډو کیسو پر ټولګه ٬٬ د سبا په تمه ،، باندې په فېسبوک کې یو څه لیکلي وو، کیسې یې ستایلې وې. یوه ملګري یې، عبدالله روان پرې تبصره کړې وه: «د پسرلي صاحب د لنډو کيسو ډېر کتابونه مې لوستي، بيخي بل ډول یې ليکي. په څو څو وارې لوستلو هم ترې هدف نه شم اخيستلی، خو ډېر ښايسته نثر ليکي.» دا تبصره ما د کلونو په اوږدو کې له ځینو نورو لوستونکو هم اورېدلې ده. کله ناکله مې هڅه کړې چې موضوع روښانه کړم، خو خپله راته بې خوند ښکاره شوې، داسې احساس مې کړی لکه هسې سپینه مامدینه خبرې چې مې کړې وي.

د کیسې موضوع او د وړاندې کولو بڼه یې دواړه ارزښت لري. هڅه مې دا وي چې موضوع نوې وي او د وړاندې کولو بڼه یې هم تر وسه تکراري نه شي. پر یوه موضوع شل کیسې لیکل کېدای شي، خو که د وړاندې کولو طرز یې هم تکراري وي، بیا هنر کمزوری ښکاري او خبره لوستونکي ته اټکلېدونکې ده. د نوې بڼې کارول یا د موضوع پېچلې سپړنه کېدای شي د لوستونکي لپاره د هضم وړ نه وي، خو زه باور لرم چې همدا ستونزه لوستونکي هڅوي چې د کیسې په اړه فکر وکړي، تم شي، یو ځل بیا یې ولولي او په پای کې خپله مانا ومومي. له بېلا بېلو مخکښو کیسه لیکوالو مې د ښې کیسې په اړه اورېدلي چې هر لوستونکی یې په خپله بڼه جلا جلا تعبیروي.

ښه یا خوندوره کیسه شاید هغه ده چې لوستونکی ورسره اړیکه پیدا کړي، خو د نندارچي غوندې نه بلکې د شریک په توګه. کله چې لوستونکی د کیسې په فضا کې ځان احساسوي، په کرکټرونو کې خپل سیوری ویني، د هغوی له خوښۍ او غم سره ځان ملګری احساسوي ، همدا د کیسې ریښتینی اثر دی. که لیکوال موضوع په بشپړ وضاحت بیان کړي، لوستونکي ته د دې سفر اړتیا نه پاتې کېږي. کیسه یوازې د یوې ورځې خبر شي چې ژر هېرېږي. خو که موضوع لږه پټه وي او لوستونکي ته د کشف اړتیا پیدا کړي، نو شاید تر ډېره یې په ذهن کې پاتې شي، لکه یوه معما چې باید حل شي. د حل دغه بهیر یې اصلي خوند دی.

د کیسې موضوع باید د مځکې لاندې اوبو غوندې وي، شته، خو باید پسې ولټول شي. د وړاندې کولو بڼه دې هغه چینې یا کاریزونه وي چې کاروونکي (لوستونکي) یې راسپړي. که دواړه ، موضوع او بڼه، په هنري بڼه سره یو ځای شي، کیسه تر ډېرو ژوندۍ پاتې کېږي، لوستونکی له ځان سره بیایي او د فکر کولو لړۍ یې اوږده ساتي.

منم چې داستاني ادبیات د ژوند انځور دی، خو یوازې د هیندارې عکس نه، بلکې د ژوند هغه پټ اړخونه راښيي چې د عادي سترګو له نظره پټ وي. کله چې موږ د کیسې له لارې د ژوند یوه پېچلې موضوع د نوې بڼې په ژبه ووایو، لوستونکي ته د ځان، ټولنې او نړۍ په اړه د نوو پوښتنو د پیدا کېدو موقع ورکوو. او همدا فرصت باید د هنر اصلي موخه وي، یعنې یوازې پیغام نه بلکې فکر پارول مو هدف وي .

د ښه کاڼي مشکل | ایمل پسرلی

د یوې کرښې کیسه، یا کیسه‌ګۍ څه لري؟ | ایمل پسرلی

په کیسه کې سمبول څرنګه وپېژنو؟ | ایمل پسرلی

البانیایۍ کیسه، احلام، د کرېکټر کښنې ښه بېلګه | ايمل پسرلی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ویده یږه Sleeping Bear | عزت الله شمسزی

عامو خلکو کې یوه اصطلاح ده وایي جنت کې هرڅه شته خو د دنیا هوا په کې نه شته. په نړۍ کې رښتیا هم...