۲۰۱۴ یا ۲۰۱۵ کال و چې استاد ومان نیازي د لنډکي شعر په نامه د فېسبوک یوه پاڼه جوړه کړه. په دوو کرښو کې ټول شعر و، په ما ښه لګېده، خوند یې راکاوه خو ځینو بحثونه کول چې دا لنډکی شعر اوس شعر بللی شو؟ په دې وروستیو کې مې د استاد ومان نیازي په یوه شعري ټولګه د ځوان لیکوال انور مزل په مقاله کې د حمزه بابا خبره ولوسته چې ویل یې ٬٬ ” زه د هر نوي څیز له راتلو یا پیدا کېدو سره اختلاف نه لرم خو په پښتو کې بیخې زیات زاړه صنفونه شته چې د هغوی د شتون سره باوجود هم هغسې تخلیق نه دی شوی لکه څنګه چې پکار وه؛ نو د نوي صنف را تلل به موږ دې ته جوړ کړې چې سبا به شاعر وي شعر به نه وي، له هر چا به لاره ورکه وي “
د یوې کرښې په کیسو یا کیسهګیو چا دغه بحث ونه کړ، علت یې شاید دا وي چې په پښتو کې لا ډېرې دود شوې نه دي. ما یوازې د زلمي لیکوال رفیع الله احمدي یو څو بېلګې لوستې دي. ان په انګریزي کې چې په لومړنیو بېلګو یې تر یوې پېړۍ ډېره موده اوړي، ټول پکې په یوه خوله نه دي چې کیسه یې وبولي که نه. د ځینو د لیکوالو په اړه یې هم شک پر ځای دی، مثلآ د همېګنوې د ماشوم بوټان یا د چیخوف د کوټ په کیسه ډېرې داسې لیکنې راترسترګو شوې دي چې شاید دا هسې په دوی پورې تړل شوې لیکنې وي.
د یوې کرښې په کیسو باندې شاید ډېر خلک دا ووایي چې دا نو یعنې څه؟ دا بحث به هم وي چې د لنډو کیسو لپاره ټاکل شوي معیارونه، تخنیکونه یې چیرې دي؟ زمان، مکان، پلاټ او کلایمکس یا څوکه یې څه شوه؟ د حمزه بابا غوندې شاید ځینې ووایي چې کیسه لیکوال به وي خو کیسه به نه وي.
ما خپله د یوې کرښې کیسه نه ده لیکلې، خو د لیکلو مخالف یې نه یم ، ګومان کوم که ښه ولیکل شي لوستونکي ډېر فکر ته اړ باسي، فکر پارول لوی کمال دی. دلته په را اخیستو کیسو کې مې یوه چې چیخوف ته منسوبه ده په خپل فېسبوک خپره کړه خو د چیخوف نوم مې ونه لیکه. په څو ساعتونو کې ۹۰ تبصرې پرې وشوې او هر چا په خپل خیال ارزولې وه. ښه کیسه همدا ده چې هر لوستونکی ترې خپله مانا واخلي.
دلته له انګریزي ژبې د نړۍ ځینې مشهورې هغه کیسې ژباړم او پرې خبرې کوم چې د یوې کرښې دي یا یې کیسه ګۍ بللی شو. د پښتو دوه بېلګې هم یادوم ، شاید نورې هم په پښتو کې لیکل شوې وي خو د اوس لپاره همدا دوې زما ترسترګو شوې دي. دا چې دا د یوې کرښې کیسه ګۍ کیسې بولئ که نه واک مو خپل دی خو زه اعتراف کوم چې کله مې دا د یوې کرښې کیسې لوستې دومره یې فکر کولو ته اړ ایستم چې شاید ځینو ناولونو دغسې بوخت نه یم ساتلی.
۱: کلاسیک محصل
لیکوال: انتوان چیخوف
د طب پوهنځي محصل له نجلۍ سره کوژده وکړه، درس یې پرېښود. هغې دی پرېښود، دی اوس ډاکټر شو. پای
دا کیسه ګۍ په ۱۸۸۳ کې خپره شوې ده. دا کیسه راته وايي چې هلک په مینه کې دومره ډوب شو چې د نجلۍ لپاره یې پوهنتون پرېښود، خوخبر نه و چې نجلۍ د ده د تحصیل له امله زړه پرې بایللی و، دی چې له پوهنتونه پاته شو نجلۍ ترې مخ واړاوه. هلک په مینه کې ناکامه شو، خو هوډ او همت یې ونه بایله، بېرته تعلیم ته ستون شو، اوس ډاکټر دی، نجلۍ چې ډاکټر غوښت، له ډاکټره محرومه شوه. د کیسې نوم، کلاسلیک محصل شاید دا راته وایي چې همدا ژوند دی، عمومآ په ژوند کې همدا حالت وي چې دوستۍ د مطلب دي خو هغه چې مایوسه کېږي نه، یو ځای رسېږي.
۲: کوټ
لیکوال چیخوف
لا پخوا مړ شوي سړي کوټ اغوستی، خو لا روان و. پای
د دې کیسې په اړه ګومان دا دی چې د چیخوف ده. دا کیسه ګۍ راته وايي چې ژوند بې مانا دی، انسانان ساه اخلي خو نور مړي دي. ټولنې یا ژوند داسې کړي چې د روبوټونو غوندې روان دي. شاید د زورواکې ټولنې یا د دیکتاتوري نظامونو ژوند راښيي چې انسانان پکې لکه مړي د هېڅ واک او اختیار نه لري خو روان دي ګواکې ژوند کوي. کوټ یې اصلآ پرده ده، ظواهر دي چې باطن یې پټوي.
۳ لیلام
لیکوال: ارنست همېګنګوې
د ماشوم بوټان چې هېڅکله نه دې په پښو شوي. پای
همېنګوې ته منسوبه دا کیسهګۍ د خورا لنډو کیسو تر ټولو مشهوره بېلګه بلل شوې ده. د همېنګوې د سبک غوندې چې ډېرې خبرې لوستونکي ته پرېږدي دلته هم ډېر څه شته چې لوستونکی یې په خپل ذهن کې بشپړولی شي. دا کیسه ګۍ د ویر، درد او غم انځور کاږي. ٬٬هیڅکله نه دې په پښو شوي،، راښيي چې ماشوم مړ شوی دی، بوټ د حرکت او تګ تصویر راکوي، خو چې لا پښو شوي نه دي یعنې لا ژوند پیل شوی نه دی، لا یې ژوند نه دی کړی. د کیسې نوم لیلام هم شاید دا راته وایي چې هېڅ مو خپل نه دي.
۴: وروستی کس
لیکوال: فریدریک براون
د مځکې پرمخ وروستی کس یوازې ناست و، د خونې ور وټکېده. پای
د امریکایي لیکوال فردریک براون وروستی کس د ساینس فېکشن کیسه ګیو ښه بېلګه بلل کېږي. ٬٬د مځکې پر مخ وروستی کس،، راښيي چې انسان یوازې شوی، ډارېدلی، ضعیف شوی، شاید د انساني ژوند پای دی، خو په دغسې حالت کې د وره ټکېدل تلوسه پیدا کوي، د ډار فضا ایجادوي، پوښتنې زېږوي چې دا به څوک وي؟ ایا نور مخلوق دی چې د وروستي انسان ور ورټکوي؟ ایا د انسان ژوند نوی رنګ او بڼه خپلوي که د پای ټکی ورته اېښودل کېږي؟
۵: ارمان
لیکواله: مارګریټ ایتورد
ارمانجنه یې وم، له بده مرغه ومې موند. پای
د کاناډایي لیکوالې مارګرېټ اېتورد دې کیسه ګۍ نوم نه درلود، ما یې نوم ارمان کړ. دا کیسهګۍ د ارمانونو او واقعیتونو تصویر راکوي. انسان د یو څه ارمان لري، چې ویې مومي بیا هغسې نه وي چې فکر یې کړی و بیا نو زړه ورته خوري. لکه د نورو کیسهګیو غوندې دلته هم د لوستونکي په تصور پورې ده چې نورې څه څه خبرې ترې باسي. انسان په یو چا میینېږي، ارمان یې وي چې خپلې مینې ته ورسېږي، که یې بخت یاري وکړه او مینه یې وموندله بیا په واقعي ژوند کې ګوري چې د مینې د ژوند غوندې شاید رښتینی ژوند هغومره رنګین نه و، بیا نو دغه موندنه بدمرغي بولي. یا هم د یوه ځای د لیدلو ارمان، چې ورشې هغسې نه وي چې فکر دې کاوه.
۶ واده
لیکواله جوایس کارول اوتیس
ناوې مې ولیده چې زوم یې په چاکو وواهه. پای
ګومان دا دی چې دا کیسه ګۍ امریکایي لیکوالې جوایس کارول اوتیس لیکلې وي. دې کیسه ګۍ ته هم نوم نه و اېښودل شوی، د ژباړې پر وخت ما د واده نوم ورته خوښ کړ. دا کیسه ګۍ ظاهرآ حیرانونکې پېښه رایادوي، د خوښۍ او نوي ژوند په محفل کې ناوې زوم په چاکو وهي، یعنې خوښي په ویر بدلوي خو کیسه یوازې دغه نه ده. کیسه شل ډوله پوښتنې د لوستونکي ذهن ته ورولي، ولې ناوې دا کار وکړ؟ که یې سړی خوښ نه و ولې یې واده ورسره کاوه؟ ایا زوم د واده په محفل کې داسې کار وکړ چې ناوی یې دې عمل ته مجبوره کړه؟ ایا دا له ودني ژونده شکایت دی؟ له سړي د غچ اخیستو نکل دی؟
۷: یادېدل
لیکوال جو هېل
مړ یم خو لا مې هم یادېږې. پای
جو هېل د مشهور امریکایي لیکوال سټیفن کېنګ زوی دی، یو ځای مې لوستي و چې ده د نورو لوېدیځوالو برعکس د پلار تخلص ځکه نه دی غوره کړی چې غواړي په خپل نوم یو ځای ورسېږي. دا کیسهګۍ یې پر ټویټر یا اوسني ایکس د کیسهګیو سیالۍ ته لیکلې وه. نوم یې نه درلود، ما یادېدل ونوموله. د کیسې راوي مړ دی، مرګ طبعآ د ختمېدو په مانا دی خو دا چې وايي لا مې هم یادېږې نو کیسهګۍ دا فکر ننګوي چې ګواکې مړینه دې د ختمېدو په مانا وي. کیسه ګۍ راته وايي چې شعوري او احساساتي تړاو په مړینه هم نه ختمېږي. کیسه ګۍ دا نه راته وايي چې څوک د راوي لا هم یادېږي. میین یا میینه یې وه، د کورنۍ غړی یا غړې یې وه، وطن یې و، څوک و، دغه ناڅرګندتیا د نورو کیسه ګیو غوندې لوستونکي ته خبره پرېږدي چې په خپل ذهن کې یې نوره بشپړه کړي.
۸: تر خوب وړاندې نکل
لیکوال: جیفري وایتمور
ده یې مرثیه لوسته، پوهېده چې دا په کور کې د کافي په جوړولو بوخته ده. پای
دا کیسه ګۍ په نیویارکر مجله کې په ۱۹۸۹ کال کې چاپ شوې وه. لیکوال یې جیفري وایتمور ډېر نه دی پېژندل شوی خو دا کیسه ګۍ یې د وړو کیسو ښه بېلګه بلل کېږي. دا کیسه ګۍ هم ډېر څه نه وايي خو په نه ویلو کې لوستونکو ته ډېرې پوښتنې ورپیدا کوي.د مرثيې لوستونکی د کافي جوړونکې خپل و؟ ایا دی غل و، پوهېده چې د کور څښتنه په پخلنځي کې ده چې راستنه شي دی به یې وژني؟ ایا دی قاتل و د دې د وژنې تابیا یې کوله.؟ یا شاید پېژندوی دی چې هغه ورته کافي جوړوي او دی یې د وژنې په فکر کې دی، د مینې او کرکې فضا ترسیم شوې.
۹: تشه څوکۍ
لیکوال: کارمن ماریا مچادو
ټول له اوره ګرد چاپېره ناست وو د پېریانو کیسې یې کولې، د هیچا تشې څوکۍ ته پام نه و. پای
دا کیسه ګۍ امریکایي لیکوالې کارمن ماریا کچادو ته منسوبه ده خو ثابته شوې نه ده چې دې به لیکلې وي. دا په کیسه ګیو کې د پېریانو دېوانو د نکلونو غوره بېلګه بلل شوې. اصلآ د مرګ او ژوند کیسه ده چې دواړه سره غاړه غړۍ دي خو بیا مو هم نه وي ورپام. په دې کیسه ګۍ کې اور د ژوند، د انرژۍ نخښه ده، د پېریانو کیسې په ژوند کې د ډار او اندېښنو یادونه کوي او دا جمله چې د هیچا تشې څوکۍ ته پام نه و ، اصلآ راته وایي چې ژوند کوو، له نابودۍ ډارېږو خو ورپام مو نه دی چې د کندۍ له غاړې ناست یوو.
۱۰: ستوري
لیکوال: ارتر سي کلارک
ستوري یو په بل پسې ناڅاپه تري تم شو. پای
برتانوی ارتر سي کلارک د ساینس فېکشن مخکښ لیکوال دی. دا کیسه چې په ده پورې منسوبه ده د کایناتو د ختمېدو خبره کوي. راته وايي چې ناڅاپه به ټول ستوري یو په بل پسې خپله رڼا بایلي او ورکېږي. ستوري عمومآ د هیلې، لارښوونې او ابدیت نخښي دي، یعنې دا کیسه ګۍ راته وايي چې هیلې ورو ورو ختمېږي، ژوند پای ته رسېږي. د نورو کیسه ګیو غوندې دا سپیناوی نه راته کوي چې ولې داسې کېږي یا څوک یې داسې کوي؟ د چا له لاسه دا کار کېدونکی دی او په کوم دلیل؟ دا خبرې لوستونکي ته پاتې دي چې د خپل فکر نیلی پرې وځغلوي.
۱۱: سودا
لیکوال نیل ګېمن
برېښنالیک ویل: ستاسو سودا درلېږل شوې، خو ما هېڅ نه و پېرلي. پای
نېل ګېمن برتانوی لیکوال دی چې عمومآ یې داستاني اثار ډارونکې یا هېښونکې پېښې لري. دا د سودا کیسه ګۍ ده ته منسوبه ده. ظاهرآ د معاصر ژوند اندېښنې، پېچلتیاوې، سایبري غلا او ناڅرګند حالت بیانوي. لکه د نورو کیسه ګیو غوندې دلته هم دا پوښتنې د لوستونکي ذهن ته ورتلی شي چې دا برېښنالیک په غلطۍ دې کس ته ورغلی که په لوی لاس ورلېږل شوی چې دی یې پرانیزي او بیا په بل غم واوړي.
۱۲: خوب
لیکوال: هوروکي مراکامې
موږ په خوب کې سره ولیدل خو چې راوېښه شوه هېر یې کړم. پای
دا کیسه ګۍ جاپاني لیکوال مراکامي ته ځکه منسوبه شوې ده چې وايي سوریالیستیکه بڼه یې د ده د لیکنو غوندې ده. کیسه د انساني اړیکو ده. راوي ته د مینې ژوند لکه خوب داسې دی خو وايي له دې حالته چې ووتو نور یې په یاد نه وم. یعنې چې سره ګران وو د خوب غوندې رنګین ژوند یې کاوه چې سره جلا شول نور یې لکه هېر شوی خوب دی هېر کړ.
په پښتو ژبه ما ډېرې کیسه ګۍ نه دې لوستې خو د زلمي لیکوال رفیع الله احمدي دوې کیسې مخته راغلې چې دواړه دلته را اخلم.
بخت
لیکوال: رفیع الله احمدي
په ضد مرمۍ موټر کې د څلورو مسلحه ساتونکو منځ کې ناست صوفي په ږیره لاس تېر کړ، له ساړه اسویلي سره یې وویل:
ـ هی هی بخته، په دا شل کلن انقلاب کې مې شهادت نصیب نه شو! پای
دا کیسه ګۍ د نړیوالو بېلګو غوندې په یوه جمله کې نه ده ختمه شوې خو بیا هم خورا لنډکۍ ده. ډېره واضح هم ده، شاید لوستونکي ته ډېرې پوښتنې ورپاتې نه شي. د هغه کس کیسه ده چې له ٬٬شهادته،، ځان کلک ساتي خو ظاهرآ یې ارمان کوي.
کیسه ګۍ
لیکوال: رفیع الله احمدي
ماشوم برګ کونګری تر لکۍ ونیو ، د ځان خواته يې کش کړ ، ټینګه غېږ یې ورکړه ، د کونګري په پستو وړیو پسې یې مخ وسولاوه ،چیغه سوه:
ـ مه د سپي زو، هغه مردار دی ! پای
په دې کیسه ګۍ کې هم لوستونکي ته ډېر څه نه دې پاته شوي، هر څه واضح دي چې انسان څه ډول له مینې د کرکې خواته اړول کېږي. ماشوم یا طبعیت مینه غواړي، لوی بنده د حلال او مردار له ټاپو سره مینه رټي او د کرکې جرړې کري.