پنجشنبه, مې 22, 2025
Homeخبرونهپاکستان او ایران د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې پر سیلانیانو...

پاکستان او ایران د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې پر سیلانیانو برید غندلی

تاند【چهارشنبه د ثور ـ غویي ۳مه】د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د هغو سېلانیانو د وژل کېدو له امله اندېښنه څرګنده کړې.

پاکستان د قربانیانو کورنیو سره خواخوږي ښودلې ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند د خبریالانو پوښتنو ته په ځواب کې ویلي، “موږ د سېلانیانو د وژل کېدو له امله ژوره اندېښنه لرو، دا برید د هند تر “غیرقانوني اشغال” لاندې جمو او کشمیر کې شوی دی.”

بل لورته ‏د ایران د بهرنیو چارو وزارت د هند په پھیلګام ښار کې پر سیلانیانو برید “ترهګریز عمل او لوی جنایت” بللی دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند، اسمعیل بقایي په بېلابېلو سیمه ییزو او نړۍوالو کچو کې د ترهګرۍ د مخنیوي او مقابلې لپاره د همکارۍ او همغږۍ د زیاتولو پر اړتیا ټینګار کړی دی.

بقایي د دغې پېښې د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او زیاته کړې یې ده چې دغه برید د نړۍوالو قوانینو او بشري حقونو سره په ټکر کې دی.

د هند پولیسو ویلي، تېره ورځ (سې‌شنبه) په کشمیر کې د پھیلګام په سیاحتي سیمه کې په یوه برید کې ۲۶ کسان وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان دي.

1 COMMENT

  1. په نړۍ کې مشهوره شوی ده: د ترورزم هره پېښه چې تعقیب شی، منشا یې پاکستان کې موندل کیږی، د هر تروریست ژوند لیک چی وګوری ریښه او موریی پاکستان دی، هر جعل چی وموندل شی ځای پاکستان دی د پاکستان هر لوړ جنرال چی ګوری د اسرایلو پوځ کی روزل شوی او د عام قتل لومړنی تمرین یی په فلسطینبانو کړب لکه لعین ضیاالحق او نور دنړی لوی ډاکو او قاچاقبر چی کوری پاکستان سره تړلی. د ۲۷ بهرنیو توریستانو قتل د پاکستانی تروریستانو کار دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

د ژوند ۶۶ کاله پوره او اوه شپیتم کال پيل شو

شاه‌محمود میاخېل زما د کلیزې ورځ په روغتون کې وه. یو وړوکۍ د سرعملیات مې درلود او اوس ښه یم. د یوې اوونۍ نه زیاته...