پنجشنبه, مې 15, 2025
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد چین فشار د ټرمپ شاتګ، امریکا د چین پر وارداتي توکو...

د چین فشار د ټرمپ شاتګ، امریکا د چین پر وارداتي توکو تعرفې راټیټوي

تاند 【چهارشنبه د ثور ـ غویي ۳مه】د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، د چین پر وارداتي توکو د دوی له لوري لګېدلې ۱۴۵ سلنه تعرفې به را ټیټې کړي.

ګارډین ورځپاڼې ویلي، چې ټرمپ دغه خبره پرون سه شنبه سپینه ماڼۍ کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال وکړه.

سرچینه د ټرمپ له قوله وایي، چې پر چین د امریکا لخوا لګېدلې تعرفې به په پراخه کچه راټیټې شي خو صفر ته به ونه رسيږي.

ټرمپ داسې مهال له خپلې پرېکړې په شا کېږي، چې بیجېنګ غچ اخیستنې ته مخه کړه او د امریکا پر وارداتي توکو یې ۱۲۵ سلنه تعرفې ولګولې.

د امریکا ولسمشر ټرمپ واک ته په رسېدو په ګڼو هېوادونو تعرفې ولګولې، چې له امله یې د ونډو بازار ټکنی او د واشنګټن په ګډون د نړۍ په ګڼو بازارونو کې نرخونه لوړ شول.

د سرچینې په راپور کې راغلي، سره له دې ټرمپ چې تر دې وړاندې په خپلو پرېکړو کلک ټېنګار کاوه خو پرون یې ویلي، چې وروسته له دې به له چین سره ښه وي او د بیجېنګ له ولسمشر سره به سخته لوبه ونه کړي.

بیجینګ په رسمي ډول تر اوسه د ټرمپ دې خبرو ته ځواب نه دی ورکړی، خو په چینايي ټولنیزو رسنیو کې د ټرمپ دغه څرګندونې د ده ماته بلل شوې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب