جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونههند له افغانستان سره د نېږدې ۶ ټنه واکسینو مرسته وکړه

هند له افغانستان سره د نېږدې ۶ ټنه واکسینو مرسته وکړه

تاند【چهارشنبه د ثور ـ غویي ۳مه】د طالبانو د حکومت ‏د عامې روغتیا وزارت خبر ورکړی، چې هند، افغانستان ته ۴،٨ ټنه واکسین ورکړي دي.

یاد وزارت ویلي، چې دې واکسینونو کې د سپي چیچنې، تیتانوس، تور زیړي او انفلونزا ناروغیو د مخنیوي واکسینونه شامل دي.

د طالبانو دعامې روغتیا وزارت له دغو مرستو مننه کړې او ویلي یې دي، چې دغه واکسین به د زرګونو خلکو ژوند وژغوري.

دغه مرسته داسې مهال افغانستان ته سپارل کېږي، چې په زیات شمېر افغانان په منظم ډول روغتیایي خدماتو ته لاسرسی نه لري.

روغتیاپالان وایي، بیوزلي او په ولسوالیو کې دولتي ناسم وړیا خدمات هغه څه دي، چې د ګڼو افغانانو په ځانګړي ډول د ماشومانو ژوند له ننګونو سره مخ دی.

د یادونې ده چې اوس هم د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې د پولیو یا ګوزڼ ضد واکسین کمپانن دوام لري.
https://taand.net/?p=253650

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...