سه شنبه, فبروري 10, 2026
Homeخبرونهد هند تر ولکې لاندې کشمیر کې ۲۷ ګرځندویان وژل شوي

د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې ۲۷ ګرځندویان وژل شوي

تاند【چهارشنبه د ثور ـ غویي ۳مه】‏د هند تر ولکې لاندې کشمیر، پهلګام سیمه کې د ګرځندویانو پر یوې ډلې د وسله والو په برید کې شاوخوا ۲۷ ګرځندویان وژل شوي دي.

که څه هم تر اوسه د وژل شویو کره شمېر نه دی، خو هندي رسنیو پورته شمېرې خپرې کړي.

بل لورته د رویټرز د راپور له مخې، د هند کشمیر کې ناڅرګندو وسله والو پر سیلانیانو ډزې کړې دي، چې ۲۶ تنه یې وژلي او ۱۷ نور یې ټپیان کړي دي.

دا برید په تېرو دوو لسیزو کې خونړی بلل شوی چې په وژل شویو کې ۲۵ هندیان او یو د نیپال اوسېدونکی دی.

د راپورونو له مخې د برید مسوولیت په سیمه کې د کشمیر مقاومت په نوم یوې نسباً پېژندل شوې وسله والې ډلې په غاړه اخیستی دی.

د هند لومړي وزیر نریندرا مودي هم سعودي عربستان ته د خپل سفر ځنډولو سره دغه برید غندلی ده.

نوموړي ژمنه کړې، چې عاملین به یې په سزا رسوي.

د معلوماتو له مخې د هند تر ولکې لاندې کشمیر، پهلګام د طبیعي ښکلاوو په درلود سره د «هند سویس» په نوم هم یادیږي، چې د همالیا غرونو په لړۍ کې د ګرځندوی لپاره له خورا له خوښوونکو ځایونو شمېرل کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«شرم له سپي» د عبدالمالک بېکسیار «چکـرنامه»

پوهندوی آصف بهاند د ۲۰۲۶ ام کال د جنورۍ پر ۲۴مه، د ډنمارک په کوپنهاگن کې د گڼ‌شمېر افغان‌فرهنگیانو په گډون د بیکسار د دریو...