یما عالمي
افغان او افغانستان له تاریخي اړخه ډیر لرغونتوب لري خو افغانستان ۲۷۸ کاله وړاندې په رسمي ډول د احمدشاه بابا له خوا تاسیس شو.
د افغانستان ګاونډي هیوادونه تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان ۳۳ کاله کیږي چې په دغو نومونو د هیوادونو په توګه راڅرګند شوي دي.
تر دې وړاندې دغه هیوادونه د ماورانهر، سغد، د بخارا امارت، د بخارا او سمرقند، ولایت، خوارزم، دسلجوقیانو دولت، د کوکند خاناتو او د خیوې خاناتو په نوم یادیدل.
بلخوا پخوانی فارس (ایران) ۹۰ کاله کیږي چې په دې نوم یاديږي. اریانا د افغانستان میراث دی ارین او ایران له اریانا څخه نیول شوي.
په ۱۹۳۳ م کال کې کله چې په افغانستان کې نادرشاه ووژل شو او د هغه پرځای تنکی ځوان محمدظاهر شاه پاچا وټاکل شو، واک د محمد ظاهر شاه له ترونو سره و. د فارس پاچا رضا پهلوي له فرصت څخه په استفادې په کال ۱۹۳۵م کې د نوم د بدلیدو وړاندیز افغانستان ته د منظورۍ لپاره ولیږه، له بده مرغه چې ومنل شو.
د ملګرو ملتونو سازمان تاریخي موضوع ته متوجه و که افغانستان موافقه نه کوله دغه نوم نه بدلیده.
ایران اوس د اریانا افتخارات خپل ګني د مثال په توګه مولانا جلال الدین محمد بلخي، ابن سینا بلخي او سیدجمال الدین افغان هم ایراني ګني.
ویل کیږي ایران د کورنیو جګړو پرمهال د اریانا افغان هوایې شرکت د نوم پیرلو او امتیاز اخیستو لپاره هڅې وکړې خو کامیاب نه شو.
بلخوا پاکستان ۷۸ کلن دی او په ۱۹۴۷م کال کې له بریټانیوي هند څخه بیل او د هیواد په توګه تاسیس شو.
د ویلو ده چې په ګاونډیو هیوادونو کې یوازې د چین نوم لرغونی دی چې ۲۵۰۰ کاله لرغونتوب لري.