تاند ـ چهارشنبه، د غويي، ثور ۳ مه) د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مطبوعاتي دفتر وايي، د قزاقستان ـ افغانستان د سوداګرۍ فورم په ترڅ کې چې په کابل کې جوړ شوی و، د ۱۴۰ میلیون ډالرو په ارزښت د همکارۍ ۲۰ سندونه لاسلیک شوي دي.
د صنعت او سوداګرۍ د وزیر نورالدین عزیزی په وینا، دا تفاهملیکونه به د درملو، فلزاتو، نساجۍ، موټرو، کرنې، تعمیراتي موادو او په نورو اقتصادي برخو کې د همکارۍ زمینه برابره کړي.
عزیزی د دغو تفاهملیکونو لاسلیکول د دواړو هېوادونو د مادي او معنوي لپاره ګټور وبلل او د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د توازن پر اړتیا یې ټینګار وکړ.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر وویل چې له هغه وخته چې «اسلامي امارت» په افغانستان کې واکمن شوی، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه ۳۲ سلنه لوړه شوې ده. نوموړي پرون دا هم وویل چې د دوهاړخیزې سوداګرۍ د لوړولو لپاره تر درې میلیاردو ډالرو پورې هوکړې ته رسېدلي دي.
وروسته له هغه چې د قزاقستان د صدراعظم مرستیال سیریک ژومانګارین کابل ته سفر وکړ او له یو شمېر طالب چارواکو سره یې وکتل، د طالبانو د ریاستالوزرا د اقتصادي مرستیال دفتر اعلان وکړ چې قزاقستان به د تورغونډۍ ـ هرات ـ سپین بولدک د ریللارې په پروژه کې ۵۰۰ میلیونه ډالره پانګونه وکړي.
طالبانو د ژومانګارین له قوله راپور ورکړی چې قزاق پانګهوال د معادنو، نفتو او ګازو په برخو کې د پانګونې لیوالتیا لري او د دوی تخنیکي ډلې کابل ته استول شوي دي.