تاند (چهارشنبه، د غويي/ ثور ۳ مه) د احمد مسعود په مشرۍ د مقاومت جبهې او د صلاحالدین رباني په مشرۍ د جمعیت ګوند ظاهراً په دې اعتراض کې چې د افغانستان د ژغورنې ملي مجمعې عمر داوودزی د مشر په توګه ټاکلی، له دې مجمعې څخه د وتلو اعلان وکړ.
په داسي حال کې چې د طالبانو د مخالفانو کمزورتیا ورځ تر بلې ثابتېږي، دواړو ډلو په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي، چې د «جوړښت، تګلارو، او د مدیریت او کار کولو طریقو» پر سر د اختلاف له امله د افغانستان د ژغورنې له ملي مجمعې څخه وتلي دي.
د احمد مسعود په مشرۍ د ملي مقاومت جبهې د سېشنبې په ورځ وویل، چې د افغانستان د ژغورنې د ملي مجمعې له لوري د جوړښت، تګلارې او مدیریت اړوند ملاحظاتو ته نه پاملرنه، «نه یوازې د ولس په ګټه نه ده، بلکې د طالبانو پر ضد مطرح خوځښتونو او سازمانونو ته هم زیان رسوي.»
په ورته مهال، د صلاحالدین رباني په مشرۍ د جمعیت ګوند هم د ملي مقاومت جبهې له خوا له مجمعې سره د همکارۍ پرې کولو پرېکړه تایید کړې او څرګنده کړې یې ده چې «هغه اصول چې د افغانستان د ژغورنې ملي مجمعې له لارې مطرح شوي، له سیاسي، تخنیکي او د خلکو د اوسني وضعیت له مخې د ساتنې وړ نه دي، او موږ نه یوازې د دې بنسټ په تصمیم نیولو او ټاکنو کې ګډون نه درلود، بلکې اوس یې هم نه لرو،»
د افغانستان د آزادۍ جبهې هم په یو بیان کې خپل غړیتوب د افغانستان د ژغورنې ملي مجمع کې «افواهات» بللي او په کلکه یې رد کړی دی.
دا جبهه زیاتوي چې د خپل منشور د اساسي اصولو پر بنسټ، چمتو ده چې د طالبانو ضد ټولو خوځښتونو سره د هېواد د اوسني وضعیت د بدلون په موخه همکاري وکړي.
تېر کال د قوس په میاشت کې، د طالبانو مخالفو مشرانو د «د افغانستان د ژغورنې ملي مجمع» په نوم یو سیاسي ائتلاف جوړ کړ. عبدالرشید دوستم، احمد مسعود، کریم خلیلي، عمر داوودزی، رحمتالله نبیل، محمد محقق، عبدرب الرسول سیاف، اسماعیل خان، تادین خان، صادق مدبر، صلاحالدین رباني او عطا محمد نور د دې ائتلاف له مهمو څېرو څخه دي.
یونس قانوني، راحله دوستم، سرور دانش، شاه جهان او عبدالحق شفق هم د دې مجمعې له غړو څخه شمېرل کېږي.
له هغه وروسته چې طالبان د ۱۴۰۰ کال د اسد په میاشت کې واک ته راستانه شول، څو نظامي او سیاسي ډلې د طالبانو پر ضد جوړې شوې.
د افغانستان دننه او بهر سیاسي ډلې څو ځله له طالبانو غوښتي چې بینالافغاني خبرې پیل کړي، خو طالبانو دا غوښتنې رد کړې دي.
د څو سرچینو په وینا، د صلاحج الدین رباني جمعیت او د احمد مسعود مقاومت ډله په دې غوسه دي چې ولې عمر داوودزی د مجمعې د مشر په توګه ټاکل شوی دی.
داوودزی، په خټه پښتون دی او د ښاغلیو کرزي او غني په حکومتونو کې یې د کورنیو چارو وزارت په شمول لوړې څوکۍ لرلې.
ډېر ښه کار شوی. شمال لنډغرو همیشه دا چل کارولی چی يو بی مایی بی خایی جبون زبون تش په نوم يو مجهول الهويه پښتون رامخته کړي او دوی یی تر نوم لاندی چور تالان فسادونه خرمستۍ وکړي او خپله غله او قاتلان پری قهرمانان کړی جعلي روایت سازي وکړي. او اصلي واک ددوی سره وي.
دشمال غلو په ٢٠٠٢ کال کی په همداسي مواصفاتو يوکس په بون کی رامخته کړ چی پښتانه یی تروسه زیانونه نه شي جبرانولی