پنجشنبه, مې 15, 2025
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهنړیوال بانک په روان مالي کال کې د افغانستان اقتصادي وده ۲.۵...

نړیوال بانک په روان مالي کال کې د افغانستان اقتصادي وده ۲.۵ سلنه اټکل کړه

تاند (چهارشنبه، د غويي/ ثور ۳ مه) نړۍ‌وال بانک اټکل کړی چې په ۲۰۲۵-۲۰۲۶ مالي کال کې به د افغانستان اقتصادي وده په اوسط ډول ۲.۲ سلنه وي.

دې بانک نن (چهارشنبې) په خپل راپور کې لیکلي چې د افغانستان لپاره د مرستو د کمېدو له امله تمه کېږي چې په ۲۰۲۴-۲۰۲۵ مالي کال کې د هېواد اقتصاد ۲.۵ سلنه وده وکړي، چې دا د نفوس له ودې څخه ټیټه ده.

په راپور کې راغلي چې د نړېوال اقتصاد د بې‌ثباتۍ له زیاتېدو سره د جنوبي اسیا د اقتصادي ودې راتلونکې کمزورې شوې ده.

نړۍ‌وال بانک وايي، د کورني عوایدو د راټولولو پیاوړتیا کولی شي له سیمې سره مرسته وکړي او د راتلونکو ټکانونو یا شوکونو پر وړاندې یې تابیا لوړه کړي.

د نړۍ‌وال بانک د جنوبي اسیا مرستیال رییس مارتین ریزر، وایي: «دې سیمې ته اصلاحات پکار دي څو اقتصادي تابیا پیاوړې کړي او د کار موندنې او چټکې اقتصادي ودې زمینه برابره شي.»

نړۍ‌وال بانک د سلواغې په میاشت کې هم ویلي و چې د افغانستان اقتصاد د مالي انزوا، سیاسي بې‌ثباتۍ او د انساني ځواک د کموالي له امله لا هم نازک حالت لري.

بانک خبرداری ورکړی چې که بهرنۍ مرستې لا نورې هم کمې شي، نو دا به د تقاضا کمښت ته لار هواره کړي او اقتصادي فشارونه به زیات کړي.

دا په داسې حال کې ده چې متحده ایالاتو افغانستان ته خپلې بشري مرستې ځنډولې دي. څارونکي خبرداری ورکوي، که دغه ځنډ دوام وکړي یا مرستې بیخي ودرول شي، نو په افغانستان کې د یوه بشري ناورین د رامنځته کېدو احتمال شته.

د ملګرو ملتونو د ارقامو له مخې، د افغانستان له نیمايي زیات خلک بشري مرستو ته اړتیا لري.

او دا په داسي حال کې ده چې پاکستان د افغان کډوالو ایستلو ته زور ورکړی چې دا هم د افغانستان پر کمزوري اقتصاد فشار لا زیاتولی شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب