پنجشنبه, مې 22, 2025
Homeخبرونهد پاکستان له زندانونو ۵۷۲ افغان زندانيان ازاد شول

د پاکستان له زندانونو ۵۷۲ افغان زندانيان ازاد شول

تاند【چهارشنبه د ثور ـ غویي ۳مه】د طالبانو د کډوالو چارو وزارت ویلي، د ثور ـ غويي میاشتې په لومړۍ او دوهمه نېټه ۵۷۲تنه افغان کډوال چې د پاکستان په زندانونو کې بندیان وو ازاد شول.

سرچینه زیاتوي، چې په لومړۍ ورځ ۳۹۷ او په دوهمه ورځ ۱۷۵ تنه افغان کډوال چې د پاکستان په بېلابېلو زندانونو کې بندیان وو له خوشې کېدو وروسته هېواد ته راستانه شول.

یاد وزارت وايي، په تېرو دوو ورځو کې ۵۷۲ تنه را خوشې شوي افغانان د پاکستان په بېلابېلو سیمو نیول شوي او له یوې تر څلورو ورځو پورې بندیان وو.

د سرچینې په وینا، دغه کډوال د سپین بولدک له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.

یاد کسان تر ثبت او بشري مرستو ترلاسه کولو وروسته خپلو مېنو ته ولیږدول شول.

سرچینه وایي،چې وروستیو کې زرګونه افغان کډوال یې د پاکستان له زندانونو آزاد او بېرته تر خپلو مېنو ورسول.

دا کسان داسې مهال د پاکستان له زندانونو ازادېږي، چې د راپورونو له مخې پاکستان په تېرو درې اوونیو کې له ۱۰۰ زرو زیات افغان کډوال په جبري ډول ایستلي دي.

د ملګرو ملتونو او نړیوالو بنسټونو د راپورونو له مخې له پاکستانه د افغان کډوالو ایستل لا هم خوندي نه دي او په سلګونو ماشومان له خپلو کورنیو نادرکه شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

د ژوند ۶۶ کاله پوره او اوه شپیتم کال پيل شو

شاه‌محمود میاخېل زما د کلیزې ورځ په روغتون کې وه. یو وړوکۍ د سرعملیات مې درلود او اوس ښه یم. د یوې اوونۍ نه زیاته...