Homeخبرونهپښتون ژغورنې غورځنګ د کډوالو د اخراج په غبرګون کې ولسي غونډه...

پښتون ژغورنې غورځنګ د کډوالو د اخراج په غبرګون کې ولسي غونډه رابولي

تاند【چهارشنبه د ثور ـ غویي ۳مه】‏د پښتون ژغورنې غورځنک مشر منظور پښتین وايي، راتلونکې یکشنبه چې د اپرېل له ۲۷ مې سره برابره ده، د مفتي منیر شاکر د وژل کېدو، له پاکستان د افغانانو جبري اخراج او د نیول شویو پښتنو مشرانو په غبرګون کې پراخه ولسي غونډه رابولي.

پښتین په یاده غونډه کې چې ټاکل شوې د پېښور په باغ ناران کې جوړه شي، د ولسونو د پراخ ګډون غوښتنې سربېره، دا ګډون د ملت یوه فریضه بللې ده.

پښتین له دې وړاندې هم له پاکستانه د افغان کډوالو ایستل غندلي او هغه یې ظالمانه پرېکړه بللې ده..

نوموړي د پاکستان د پرېکړې پر خلاف د پښتونخوا سربېره یو شمېر بهرنیو هېوادونو کې د PTM له لوري لاریونونه هم ترسره کړل.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر ویلي، په نږدې راتلونکې کې د وخت ضرورت، په سیاسي حرکتونو کې د محکومو قومونو لومړیتوب او د پښتنو افغانانو په خاوره د پردیو جنګونو د پراخېدو په اړه به تفصلي پيغام هم خپور کړي.

1 COMMENT

  1. سلامونه،
    پښتون ژغورنې غورځنګ (پي. ټي.ایم.)یواځینی ټولنیز سازمان دی چې د افغانانو او افغان کډوالو غږونه دنړیوالو غوږونو ته رسوي او په هره مساله کې ېې دافغانانو مدافعه کړیده.
    ژوندی دې وي پي ټي ایم او ملي مشر منظور احمد پشتون ؛ مړه دی وی د پښتنواوآفغانانو دښمنان چې په هره جامه او نامه وي!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...