نن د کتاب نړیوالې ورځې په مناسبت، صداقت خپرندویه ټولنې د کندهار او هلمند په څانګو کې د خپلو کتابونو پر پلور ځانګړی تخفیف اعلان کړ، چې د مطالعې مینهوالو له تود هرکلي سره مخ شو.
د خپرندویه ټولنې د معلوماتو له مخې، یوازې نن ورځ د زرګونو کتابونو خرڅلاو ثبت شوی، چې دا د نورو ورځو په پرتله څو چنده زیات شمېر ګڼل کېږي.
د ټولنې یو مسؤل، محمد صادق، تاند ته وویل چې په کندهار کې د دوی دوو څانګو کې نږدې ۱۵۰۰ جلده کتابونه پلورل شوي، پداسې حال کې چې په عادي ورځو کې دا شمېر له ۱۰۰ تر ۱۵۰ پورې محدود وي.
نوموړی زیاتوي چې د دوی درېیمه څانګه، چې په هلمند کې ده، نن شاوخوا ۴۰۰ جلده کتابونه پلورلي دي.
خو دا احصایې یوازې د عامې مطالعې کتابونه رانغاړي. که د مدرسو درسي، ممد درسي او د شاګردانو تدریسي کتابونه هم پکې شامل شي، نو یوازې په کندهار کې د نن ورځې خرڅلاو له ۱۰ زرو جلودو زیات اټکل شوی.
کارپوهان دغه اقدام د مطالعې فرهنګ ته یوه مثبته هڅونه بولي. دوی باور لري چې دا ډول تخفیفونه نه یوازې د کتابونو لاسرسی اسانوي، بلکې د مطالعې دود ته عملي وده ورکوي.
د یادونې وړ ده چې د کتاب نړیواله ورځ هر کال د اپرېل په ۲۳مه نمانځل کېږي، ترڅو د کتاب، لیکوال، خپرندویه ټولنو او د مطالعې ارزښت ته درناوی وشي.