پاکستاني رسنیو د شنبې په ورځ راپور ورکړ چې د پاکستان د پوځ لپاره تر ټولو مطلوب وسله وال مخالف مشر، او د ټي آي پي مشر نورولي محسود په یوه نوې ویډیو کې لیدل شوی. په ویډیو کې نوموړی د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې د تګ راتګ په حال کې ښودل کېږي.
پاکستان له ډېره وخته ادعا کوي چې نورولي محسود په افغانستان کې دی او د افغانستان او پاکستان ترمنځ ترینګلتیا هم کابو یو کال پخوا هغه مهال رامنځته شوه چې پاکستان په کابل کې په دې ګومال هوايي برید وکړ چې د نورولي محسود د سپرلۍ موټر یې په نښه کړی دی.
په ویډیو کې د نور ولي محسود تر څنګ د یوه کس پر شا د یوې لویې یو لوی پنډ د پاکستان ابزور په باور د ډېرو پام ځان ته اړولی دی. پر دې بستې څلور انتنونه ښکاري او ویل کېږي چې ښايي یو ګرځنده مخابراتي یا د ډرون ضد «جېمر» وي.
د وسیلې دقیق جوړښت، برانډ او ماډل تر اوسه نه دي تایید شوي؛ خو د هغې بڼه له هغو ګرځنده رادیويي فریکونسۍ (RF) جېمرونو سره ورته والی لري چې په نړیوالو سوداګریزو بازارونو کې، په ځانګړي ډول د چین جوړ محصولاتو کې، موندل کېږي.
د «StreetCom Bureau» په نوم یوه اېکس حساب ادعا کړې چې دا د چین جوړ جېمر دی او د نور ولي محسود یو ساتونکی یې له ځان سره وړي. خو بي بي سي اردو څانګې ویلي چې دا ادعا یې په خپلواکه توګه نه ده تایید کړې.
دا وسیله په داسی وخت کې لیدل شوې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د دیورند کرښې په اوږدو کې د کوچنیو ډرونونو کارول مخ په زیاتېدو دي. کارپوهان وايي، د برېښنايي ضد اقداماتو تجهیزات کېدای شي له نړیوالو بازارونو څخه ترلاسه شي، که څه هم په سیمه کې په رسمي بازارونو کې موجود نه وي.
د بستې او څو انتنونو جوړښت ښيي چې ښايي دا یو ګرځنده RF جېمر وي، چې د کوچنیو سوداګریزو ډرونونو، لکه کوادکوپټرونو، پر وړاندې د مبارزې لپاره کارول کېږي.
دا ډول جېمرونه رادیويي فریکونسۍ خپروي او هغه اړیکې ګډوډوي چې ډرون له خپل کنټرولوونکي سره پرې وصل وي. د وسیلې له ډول سره سم، دا سیستمونه کولی شي د کنټرول یا مخابراتي فریکونسۍ ګډوډې کړي او د ډرون کنټرول د چلوونکي لپاره ستونزمن کړي.
ځینې جېمرونه د موبایل شبکو او نورو بېسیمو اړیکو په فعالیت کې هم لاسوهنه کولی شي. خو دا ډول وسایل عموماً محدوده ساحه تر پوښښ لاندې راولي او د لویو یا پرمختللو بېپیلوټه الوتکو پر وړاندې یې اغېز کم وي. له همدې امله یې پوځي ارزښت ښايي تر ډېره د کوچنیو او په بازار کې موجودو ډرونونو پر وړاندې د ساتنې په برخه کې وي.
ټي ټي پي دا وسیله څنګه ترلاسه کړې؟
پاکستان ابزرور وايي، تر ټولو مهمه بېځوابه پوښتنه دا ده چې تحریک طالبان پاکستان دغه ډول تجهیزات څنګه ترلاسه کړي دي؟
د راپور له مخې، د چین جوړ RF جېمرونه په تورو بازارونو کې موندل کېږي او هغه ځانګړی ماډل چې په ټولنیزو رسنیو کې پرې بحث شوی، د شاوخوا ۳ تر ۴ لکه پاکستانۍ روپیو په بیه د پلور لپاره وړاندې شوی و.
ورځپاڼه زیاتوي، پاکستان له اوږدې مودې راهیسې ادعا کوي چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته پاتې شوې وسلې او پوځي تجهیزات په پای کې د ټي ټي پي په ګډون د وسلهوالو ډلو لاس ته ورغلي دي.
د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم ویلي و چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته په دغه هېواد کې د امریکا د پوځي تجهیزاتو لویه برخه پاتې شوې وه.