Homeخبرونه  د مصر نفوس په چټکۍ سره لوړېږي؛ په هرو ۱۶ ثانیو...

  د مصر نفوس په چټکۍ سره لوړېږي؛ په هرو ۱۶ ثانیو کې یو ماشوم زېږي

تاند (جهارشنبه، د زمري/ اسد ۱۴ مه) د مصر دولتي ورځپاڼې الاهرام د راپور له مخې، د دغه هېواد د احصایې ادارې اعلان کړی چې د مصر د نفوس د هر یو میلیون کسانو زیاتېدو موده ۲۶۷ ورځو ته راټیټه شوې ده. تر دې وړاندې په مصر کې په ۲۸۷ ورځو کې نفوس یو میلیون  زیات شوی و.

د راپور له مخې، د وروستي یو میلیون نفوس د زیاتېدو پر مهال د ورځنیو زېږونونو د اوسط شمېر ۵ زره او ۴۳۹ ته رسېدلی، په داسې حال کې چې په مخکینۍ دوره کې دا شمېر ۵ زره او ۱۶۵ و.

د احصایې ادارې د شمېرو له مخې، په مصر کې په اوسط ډول په هرو ۱۵.۹ ثانیو کې یو ماشوم زېږي. ادارې ویلي چې د ۲۰۲۵ کال د اګست له ۱۶مې، چې د هېواد نفوس ۱۰۸ میلیونو ته رسېدلی و، د ۲۰۲۶ کال د مې تر ۹مې پورې، د ۲۶۷ ورځو په موده کې نفوس یو میلیون نور هم زیات شوی دی.

د همدې مودې په ترڅ کې ټول ۱.۴۵۲ میلیونه ماشومان زېږېدلي، چې په اوسط ډول په هر ساعت کې ۲۲۷ او هره ورځ ۵ زره او ۴۳۹ زوکړې کېږي.

راپور زیاتوي چې د ورځنیو مړینو شمېر هم لږ لوړ شوی او ۱,۶۹۴ ته رسېدلی، په داسې حال کې چې په تېرو دورو کې دا شمېر ۱,۶۸۱ او ۱,۶۵۴ و.

د احصایې ادارې د معلوماتو له مخې، د زیږون تر ټولو لوړه کچه په اسیوط ولایت کې ثبت شوې، ورپسې سوهاج، قنا، منیا او بني سویف ولایتونه دي. برعکس، پورټ سعید د زېږون تر ټولو ټیټه کچه لرلې، او وروسته ترې دقهلیه، دمیاط، غربیه او سوېز ولایتونه راځي.

سره له دې، د مصر د احصایې ادارې ټینګار کړی چې د تېرو پنځو کلونو په اوږدو کې د زېږونونو په عمومي شمېر کې د کمېدو تمایل هم لیدل شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...