سردار ولي الکوزی
کډوالي یوازې له یوه هېواده بل هېواد ته د تګ نوم نه دی، بلکې د ژوند له یوې نړۍ څخه بلې نامعلومې نړۍ ته د هیلو، قربانیو او سختیو سفر دی. دا هغه سفر دی چې ډېری افغانان یې د جګړو، بېوزلۍ، بېکارۍ او د ښه راتلونکي په هیله لپاره پیلوي، خو هر څوک خپلې موخې ته په سلامتۍ نه رسېږي.
ډېری کډوال د غرونو، سیندونو، دښتو او خطرناکو لارو له ازموینو تېرېږي. ځینې په همدې لارو کې خپل ژوند له لاسه ورکوي، ځینې د قاچاقبرو قرباني کېږي او ځینې د پردیو هېوادونو په زندانونو کې د خپلې ازادۍ او راتلونکي هیله خاورې کوي.
هغه څوک چې په پای کې ټاکلي هېواد ته رسېږي، د ستونزو نوی باب یې پیل شي. د استوګنې اسناد، قانوني پروسې، ژبه، د کار موندل او د نوي ژوند له شرایطو سره عادت کېدل، هر یو جلا امتحان دی. له دې ټولو وروسته، د هر کډوال تر ټولو ستره هیله دا وي چې خپله کورنۍ هم ورسره یوځای شي. خو د کورنۍ راوستل هم اسانه نه دي؛ اوږدې قانوني پروسې، ډېر لګښتونه او کلونه انتظار غواړي.
کله چې کورنۍ سره یوځای شي، انسان فکر کوي چې نور به د ژوند ستړیاوې پای ته رسېدلې وي. خو له بده مرغه، په ځینو کورنیو کې د همدې ځایه نوې ستونزې پیل کېږي. نن سبا په ټولنیزو رسنیو کې داسې ویډیوګانې او کیسې ډېرې لیدل کېږي چې د کورنیو د اختلافونو، جدایۍ او طلاقونو دردناکې صحنې پکې خپرېږي. دا هغه صحنې دي چې هر باوجدانه انسان خفه کوي.
بې له شکه، د هر طلاق تر شا ځانګړي لاملونه وي، او د یوې کورنۍ د ستونزو پړه یوازې پر یوه لوري اچول عادلانه نه ده. کله ناکله ستونزه د مېړه وي، کله د مېرمنې، او کله هم د دواړو ترمنځ د تفاهم، اړیکو او د ژوند د فشارونو پایله وي. له همدې امله باید هره قضیه په انصاف او دقت وکتل شي.
په ځینو اروپایي هېوادونو کې ټولنیز او قانوني نظام د ښځو او ماشومانو د ملاتړ لپاره ځانګړي قوانین لري. دا قوانین د دې لپاره جوړ شوي چې د اړتیا په وخت کې د ښځو او ماشومانو حقونه خوندي شي، خو کله ناکله ځینې کسان له دغو قوانینو ناسمه ګټه هم اخلي. البته دا مانا نه لري چې ټولې ښځې یا ټول نارینه یو ډول چلند کوي.
برعکس، ډېرې داسې مېرمنې شته چې د سختو شرایطو باوجود د خپلې کورنۍ، ماشومانو او ګډ ژوند د ساتلو لپاره لویې قربانۍ ورکوي. همدارنګه ډېر داسې میړونه هم شته چې د خپلې کورنۍ د هوساینې لپاره کلونه په پردیو هېوادونو کې په سختو کارونو بوخت وي او هره قرباني مني.
زموږ په ټولنه کې کورنۍ یوازې د دوو کسانو اړیکه نه ده، بلکې د ټولنې د ثبات بنسټ ګڼل کېږي. له همدې امله باید دواړه لوري یو بل ته درناوی، زغم، صبر او رښتینې مینه ولري. که ستونزې پیدا کېږي، غوره ده چې د خبرو، مشورې او تفاهم له لارې حل شي، نه دا چې احساساتي پرېکړې د ماشومانو، کورنۍ او راتلونکي ژوند قرباني کړي.
ما دا لیکنه ځکه وکړه چې هر ځل په ټولنیزو رسنیو کې د کورنیو د ماتېدو دردناکې کیسې وینم، زړه مې دردېږي. له ځانه پوښتم: ولې زموږ ځینې کورنۍ دومره ژر له ستونزو سره ماتېږي؟ ولې کله ناکله پیسې، شخصي ګټې او لنډمهاله غوښتنې د کورنۍ له ارزښت، مینې او عزت څخه مهمې وګڼل شي؟
حقیقت دا دی چې پیسې د ژوند اړتیا ده، خو د انسان عزت، کورنۍ، اخلاق او د ماشومانو راتلونکی تر هرې شتمنۍ لوړ ارزښت لري. که کورنۍ پاتې شي، هره ستونزه د حل لار موندلای شي؛ خو که کورنۍ ماته شي، د هغې درد او اغېزې ډېر وخت د نسلونو تر منځ پاتې کېږي.