Homeخبرونهاقتصادي خبرونهپه کابل کې د افغانستان د کرنې او مالدارۍ لومړنی نړیوال نندارتون...

په کابل کې د افغانستان د کرنې او مالدارۍ لومړنی نړیوال نندارتون جوړیږي

تاند (چهارشنبه، د زمري/ اسد ۱۴ مه) د افغانستان د کرنې او مالدارۍ لومړنی نړیوال نندارتون به د اګست له ۱۱مې تر ۱۶مې پورې په کابل کې جوړ شي، چې پکې به د کورنیو شرکتونو ترڅنګ د ازبکستان، روسیې، ایران، ترکیې او هند سوداګر او شرکتونه هم ګډون وکړي.

د تنظیموونکو په وینا، په دې شپږ ورځني نندارتون کې به د کرنې، مالدارۍ او اړوندو صنعتونو محصولات، ټکنالوژۍ او خدمات په ۵۰۰ نندارتونیزو غرفو کې نندارې ته وړاندې شي.

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ د تولیداتو خونې مشر خان محمد فروتن ویلي، د نندارتون لپاره له ۵۰۰ څخه زیاتې غرفې ځانګړې شوې او د هېواد د کرنیزو او صنعتي شرکتونو ګډون د پام وړ دی.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارواکو دا نندارتون د کرنیزو تولیداتو د بازارموندنې، د صادراتو د پراختیا، د پانګونې د جذب او د کورنیو او بهرنیو بازارونو ترمنځ د مستقیمو سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره مهم ګام بللی دی.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت هم له خلکو او خصوصي سکټور څخه غوښتي چې د کورنیو تولیداتو ملاتړ وکړي، څو تولیدات، کاري فرصتونه او د هېواد ځان‌بسیاینه نوره هم پیاوړې شي. هیله شته چې دا نندارتون به د کورنیو او بهرنیو شرکتونو ترمنځ د سوداګریزو همکاریو او هوکړه‌لیکونو د لاسلیک زمینه هم برابره کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...