څومره عجیبه ده چې د نړۍ په دې لویه نقشه کې ځینې انسانان دومره شبکور دي چې د خپل کور له دېوالونو هاخوا هېڅ درد نه ویني؛ یوازې د خپلو اولادونو او خیلخانې د راتلونکي غم ورسره وي. خو ځینې نور بیا د انسانیت په جوهر سمبال وجدانونه لري؛ هغوی نه یوازې د خپلو، بلکې د پردي ماشوم په سترګو کې هم د روښانه راتلونکي شغلې احساسوي.
د دوی د انسانیت معیار دا دی چې:
د وینې رنګ نه پوښتي
د هېوادونو ترمنځ پولې نه پېژني
له ژبې او لهجې سره تړاو نه لري
او د مذهبونو ترمنځ توپیرونه نه لټوي.
انسانیت یوازې دومره وايي:
هلته چې یو انسان په کړاو کې وي، بل انسان باید بې پروا پاتې نه شي.
ماشوم چې نړۍ ته سترګې پرانیزي، له ځان سره دا توپیرونه نه راوړي چې د کوم قوم، کومې خاورې او کوم بیرغ لاندې به لویېږي. هغه صرف د یوې روښانه لارې په لټه کې وي؛ د زده کړې، پوهې او داسې سبا په هیله، چې د خوبونو د پوره کېدو زیری پکې نغښتی وي.
له بده مرغه، داسې نظامونه او ذهنونه هم شته چې د ماشوم له لاسه یوازې کتاب او قلم نه اخلي؛ بلکې د هغه د سبا تصویر او خدای ورکړې رڼا هم ترې لوټي. د هغه د قلم نوکه ماتوي، ښوونځي ته یې قلفونه اچوي، د هیلو او ارمانونو کړکۍ یې تړي، او بیا ددې نسل وژنې نوم «نظم، فرهنګ او غیرت» ږدي.
دوی نه پوهېږي، یا قصداً نه غواړي پوه شي، چې کله د یوه ماشوم له لاسه کتاب او قلم واخیستل شي، یوازې د یوه انسان راتلونکی نه، بلکې د یوې ټولنې د ژوند، پرمختګ او هوساینې برخلیک د ناپوهۍ کندې ته غورځول کېږي.
خوشبختانه، لا هم نړۍ بشپړه تیاره نه ده. لا هم داسې زړونه شته چې د خپل کور د څراغ تر څنګ د پردي ماشوم د جونګړې د روښنايۍ غم هم ورسره وي؛ داسې فکرونه او لاسونه شته چې د خپل اولاد تر څنګ د بل اولاد لپاره هم کتاب او قلم اخلي، او داسې وجدانونه شته چې د هرې پولې هاخوا د یوه ماشوم راتلونکی د خپل انسانیت برخه ګڼي.
دا خلک ښايي د هغه ماشوم نوم هم ونه پېژني، ښايي هېڅکله یې سترګې هم ونه ویني، خو بیا هم د هغه د سبا لپاره یوه شمع بلوي.
او شاید د انسانیت تر ټولو ښکلې بڼه همدا وي:
چې د هغه ماشوم لپاره رڼا شې چې هېڅکله به پوه نه شي چې د هغه په تیاره شپه کې چا څراغ بل کړی و.
ځکه چې په پای کې نه نظامونه، نه هېوادونه پاتې کېږي، نه پولې، نه نومونه او نه د انسانانو ترمنځ جوړ شوي واټنونه. یوازې دا پاتې کېږي چې انسانان د نورو انسانانو د درد پر وړاندې څومره انسانان پاتې شوي دي.
او ښايي انسانیت همدا وي؛
چې د «پردي» په نوم یو ماشوم ووینې، خو د زړه له ژورو دې یو دروني غږ راووځي:
پردی نه دی؛
زما په څېر انسان دی،
د یوه ښکلي، آزاد او هوسا ژوند مستحق دی.
لیکوال: شاه زلمی
نېټه:٢٠٢٦ د سپټمبر ١٣ مه