Homeخبرونهشرافت زمان؛ هېواد کې د سرطان د زیاتوالي په اړه خپاره شوي...

شرافت زمان؛ هېواد کې د سرطان د زیاتوالي په اړه خپاره شوي ارقام ناسم وبلل

تاند/ یکشنبه د سنبلې – وږي ۲۲مه/  افغانستان کې د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت ټول هغه راپورونه رد کړل چې، په هېواد کې د سرطان ناروغۍ د زیاتوالي په اړه خپاره شوي وو.

د یاد وزارت ویاند شرافت زمان امرخیل په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې، د سرطان په اړه خپاره شوي اقام غیر حقیقي او ناسم دي.

هغه هیله ښودلې چې، باید بېځایه اندېښنې رامنځته نه کړو.

شرافت زمان لیکلي چې، په دې تړاو به بشپړ وضاحت وروسته رسنیو او خلکو سره شریک کړي.

تر دې وړاندې په افغانستان کې د سرطان پر وړاندې د مبارزې بنسټ په حواله راپورونه خپاره شول چې، په کې ویل شوي وو، په هېواد کې پر سرطان د اخته کسانو شمېر له یو نیم میلیون څخه اوښتی او هر کال شاوخوا ۵۰ زره نوې پېښې ثبتېږي.

په دې اړه خپاره شوي بیان کې چې، نن سهار خپور شوی د دغه بنسټ مشر، شفیق شینواري زیاته کړې چې، دا ناروغي له زړه ناروغیو وروسته په افغانستان کې د مړینې له مهمو لاملونو څخه ګڼل کېږي.

د سرچینې د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، د ښځو او نارینه‌وو ترمنځ د سرطان ډولونه توپیر لري.

دوی وایي، په ښځو کې د سینې او رحم سرطانونه، او په نارینه‌وو کې د سږو، معدې، پروستات او کولمو سرطانونه ډېر لیدل کېږي.

افغانستان کې پر سرطان د اخته کسانو شمېر له ۱.۵ میلیونو اوښتی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو شمېر افغان فرهنګیان: د ژبو په اړه دې له پاروونکو او ناعلمي بحثونو ډډه وشي

تاند (دوشنبه، د وږي/ سنبلې ۱۶ مه) یو شمېر افغان لیکوالو او فرهنګي شخصیتونو د افغانستان د ژبو، لهجو او ملي مسایلو په اړه...