تاند/ یکشنبه د سنبلې – وږي ۲۲مه/ د رسنیو د راپورونو له مخې شپږ افغانان چې ناقانونه ایران ته روان وو، د ایران د یاسوج ـ اصفهان پر لویه لاره یې ترافیکي پېښه کړې ده.
د ايران پولیسو رسنیو ته ویلي چې، د هغوی د سپرلۍ موټر او یوې ټرېلر لارۍ ټکر کړی او ۶ تنه پکې مړه شوي دی.
د ایران د لارو پولیسو ویلي، دا پېښه د یکشنبې په سهار، د سنبلې په ۲۲مه، د دنا په سیمه کې شوې ده.
پولیسو زیاته کړې چې، په موټر کې لس کسان سپاره وو، د مخکې کېدو پر مهال مقابل لوري ته اوښتی او له یوې ټرېلر لارۍ سره یې ټکر کړی دی.
په موټر کې نهه افغانان او یو ایرانی موټرچلوونکی سپاره وو.
د ایران د دولتي راډیو او ټلوېزیون د راپور له مخې، څلور افغانان د پېښې په ځای کې مړه شول او پنځه نور روغتون ته ولېږدول شول، چې له ډلې یې دوه تنه روغتون ته د لېږد پر مهال مړه شول.
په ایران کې هغو موټرو ته چې د افغانانو په ګډون د کډوالو د غیررسمي لېږد لپاره کارېږي، «شوتي» ویل کېږي.
دا موټرې معمولاً په سړکونو کې په لوړ سرعت تګ راتګ کوي او کله ناکله د مرګونو ترافیکي پېښو لامل کېږي.
د ایران د لارو پولیسو د معلوماتو له مخې، په ۱۴۰۴ لمریز کال کې د «شوتي» موټرو اړوندو پېښو کې ټولټال ۳۵۸ کسان مړه او ۵۱۳ نور ټپیان شوي دي.