Homeخبرونهمالي وزارت:د متقاعدینو د معاشونو د ورکړې بهیر به د وږي له...

مالي وزارت:د متقاعدینو د معاشونو د ورکړې بهیر به د وږي له ۲۴مې پیل شي

تاند/ یکشنبه د سنبلې – وږي ۲۲مه/  افغانستان کې د طالبانو د حکومت د مالیې وزارت د تقاعد د حقوقو عمومي ریاست اعلان کړی چې، د پنځو دولتي ادارو د متقاعدینو د تقاعدي معاشونو د ورکړې بهیر به د روانې مياشتې له ۲۴مې پیل شي.

د ياد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، په دې پړاو کې د بهرنیو چارو وزارت، علومو اکاډمۍ، اطلاعاتو او کلتور وزارت، د عالي تفتیش ادارې او د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې ادارې متقاعدین شامل دي.

د طالبانو د حکومت د تقاعد عمومي ریاست د یادو ادارو له متقاعدینو غوښتي چې، له مراجعه کولو مخکې د نوبت ورکولو له ځانګړي سیستم څخه خپله د مراجعې نېټه او نوبت ترلاسه کړي او په ټاکلي وخت ریاست ته ورشي.

د دې ریاست په وینا، د نوبت ورکولو سیستم د تقاعدي معاشونو د ورکړې بهیر د اسانتیا، د متقاعدینو د چارو د تنظیم او د ګڼې‌ګوڼې د مخنیوي په موخه جوړ شوی دی.

د نظر خاوندان وایي، د متقاعدینو د تقاعدي معاشونو د ورکړې د بهیر بیا پیل یو مهم ګام دی، ځکه د دوی په وینا ډېر متقاعدین د خپلو معاشونو د ترلاسه کولو لپاره اوږد انتظار کوي.

دوی هیله مندي ښودلې چې، دغه بهیر منظم، شفاف او پر وخت ترسره شي، څو متقاعدین له اضافي ستونزو او ځنډ سره مخ نه شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

لیکوال او ژورنالیست طالب منګل په ترافیکي پېښه کې په حق ورسېد

تاند (جمعه، د تلې/ میزان ۱۷ مه) لیکوال، ژورنالېست او په تېر جمهوري نظام کې د خوست د والي ویاند، طالب منګل په یوه...