تاند/ یکشنبه د سنبلې – وږي ۲۲مه/ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام یا UNDP ویلي، چې ۱۷۹ زره او ۸۴۵ افغانانو ته یې د توبرکلوز د معاینې زمینه برابره کړې ده.
دې ادارې نن (یکشنبه، د سنبلې ۲۲مه) پر اېکس لیکلي، چې دغو افغانانو د روان کال له اپرېل څخه تر جون میاشتې پورې د نري رنځ معاینې ترسره کړې دي.
د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام زیاته کړې چې، د دې اقدام له لارې خلکو ته د توبرکلوز د فعالو پېښو د موندنې، تشخیص او درملنې روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي زمینه برابره شوې ده.
دې ادارې د روان کال په وري میاشت کې ویلي وو، چې په افغانستان کې یې له ۵۰ زرو ډېر په توبرکلوز اخته کسان درملنه کړي دي.
توبرکلوز یا TB یوه ساري ناروغي ده چې د مایکوباکتریوم توبرکلوز په نوم د باکتریا له امله رامنځته کېږي. روغتیاپالان وایي چې، دا ناروغي تر ډېره سږي اغېزمنوي، خو د بدن نورو برخو ته هم خپرېدای شي.
روغتیاپالان زیاتوي چې، د دې ناروغۍ مهمې نښې له درې اوونیو زیات دوام کوونکی ټوخی، تبه، د شپې خولې، د وزن کمېدل، د سینې درد او کله ناکله له وینې سره ټوخی دي.
دوی وایي، د مخنیوي لپاره یې باید د اوږدمهاله ټوخي لرونکي کسان ژر تر ژره معاینه شي، د ناروغۍ په صورت کې درملنه په بشپړه توګه ترسره شي، د کورونو او کاري ځایونو هوا ښه وساتل شي او د ټوخي پر مهال خوله او پوزه وپوښل شي.