Homeخبرونهافغانستان کې پر سرطان د اخته کسانو شمېر له ۱.۵ میلیونو اوښتی

افغانستان کې پر سرطان د اخته کسانو شمېر له ۱.۵ میلیونو اوښتی

تاند/ یکشنبه د سنبلې – وږي ۲۲مه/ په افغانستان کې د سرطان پر وړاندې د مبارزې بنسټ وایي چې په هېواد کې پر سرطان د اخته کسانو شمېر له یو نیم میلیون څخه اوښتی او هر کال شاوخوا ۵۰ زره نوې پېښې ثبتېږي.

په خبرپاڼه کې چې، نن سهار خپره شوې د دغه بنسټ مشر، شفیق شینواري زیات کړې چې، د سرطان د پېښو د زیاتېدو په اړه ویلي چې، دا ناروغي له زړه ناروغیو وروسته په افغانستان کې د مړینې له مهمو لاملونو څخه ګڼل کېږي.

د سرچینې د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، د ښځو او نارینه‌وو ترمنځ د سرطان ډولونه توپیر لري.

دوی وایي، په ښځو کې د سینې او رحم سرطانونه، او په نارینه‌وو کې د سږو، معدې، پروستات او کولمو سرطانونه ډېر لیدل کېږي.

په همدې حال کې، د عامې روغتیا وزارت د سرطان ناروغانو د درملنې لپاره د ځانګړو روغتیايي مرکزونو د فعالیت خبر ورکړی دی.

د دغه وزارت ویاند، شرافت زمان امرخېل، ویلي چې په هر زون کې د سرطان ناروغانو لپاره یو ۵۰ بستریز روغتیايي مرکز او په کابل کې یو ۲۰۰ بستریز روغتون فعالیت کوي.

د امرخېل په وینا، یوازې تېر کال د عامې روغتیا وزارت تر پوښښ لاندې روغتیايي مرکزونو کې نږدې ۹۰ زره د سرطان ناروغان ثبت شوي او په سرپايي ډول یې درملنه شوې ده.

په ورته مهال بیا افغانستان کې د دې ناورغۍ متخصصان وایي چې د سګرټو او نسوارو استعمال، نامناسبه تغذیه او د روغتیايي حفظ‌الصحې نه مراعاتول د سرطان د خطر له مهمو عواملو څخه دي.

دغه راز د عامې روغتیا وزارت ویاند هم ادعا کړې چې د تېرو څو لسیزو جګړو اغېزې او په افغانستان کې د مهماتو پراخ استعمال هم ښایي د سرطان د پېښو په زیاتېدو کې رول ولري.

دا شمېرې داسې مهال وړاندې کېږي چې د جمهوري نظام پر مهال د عامې روغتیا وزارت په ۲۰۲۰ کال کې په افغانستان کې په کال کې د سرطان د نوو پېښو شمېر شاوخوا ۲۰ زره ښودلی و.

1 COMMENT

  1. الله ج دی مونږه تری وساتی.
    ملایانو: د سپین بولدک لاره کې خو بی عزتی زیاته ده، بیا نو تاسی خپلو ښځو ته نارینه ډاکټران محرم بولی؟ لږ سړی شی منطقی فکر وکړی که نه سړی کیږیی بیا دی الله ستاسو خویندی او میندی پدی مرض ګرفتاره کړی ـ آمین

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له مرحوم محمد هاشم میوندوال سره زما دوې خاطرې | زمری محقق

د میوندوال د شهادت د ۵۳ کال په مناسبت: لومړی خاطره (انتخابات ):   د مرحوم محمد هاشم میوند وال د انتخاباتو څځه زما یوه نه هیریدونکې...